Lokrana

د استاد کامل مومند( خوشال خان خټک) کتاب په خوشال پيژندنه کې يو غوره اثر!

22.11.2009 08:15

 

عبدالرحمان حبيب زوى

دا کتاب د لومړي ځل لپاره په اردو ژبه په کال ١٩٥١م کې د اداره اشاعت سرحد پيښورلخوا په ٤١٦ مخونو کې چاپ شوى دى.ليکوال يې ارواښاد استاد دوست محمد کامل مومند دى.کتاب له دوو برخو څخه رغيدلى دى،لومړۍ برخه يې د خوشال خان د ژوند پيښو ته ځانګړې شوې او دويمه برخه يې د بابا پر شاعري باندې کره کتنه او تبصرې ده.

د کامل صاحب ددغه علمي،تاريخي،څيړنيز او شننيز اثر پښتو ژباړه څيړندوي عبدالطيف طالبي کړې ده،چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څيړنو بين المللي مرکز لخوا په کال ١٣٧٠ لمريز کې په کابل آريانا مطبعه کې چاپ شوى دى.او ٦٧٩ مخونه لري.پر دې علمي اثر باندې خپله ژباړن په دروو مخونو کې يوه لنډه سريزه کښلې ده.ورپسې فضل حق شيدا د ړومبنۍ خبرې تر سرليک لاندې په شپږو مخونو کې ليکنه کړې ده.په پاى کې ارواښاد استاد دوست محمد کامل مومند په ديارلسو مخونو کې د څو خبرې تر سرليک لاندې د دغه کتاب د اړتيا او وړتيا په هکله او ددې کتاب د ليکولو ټولو ستونزو،ربړو او غورځو پرځو ته اشاره کړې ده.

د دوست محمد کامل خوشال خان خټک ژباړل شوى پښتو کتاب د دويم ځل لپاره د دانش خپرندويې ټولنې لخوا په ١٣٨٥لمريز کال کې د زبير حسرت په ، ترتيب،تدوين او سريزې سره په ٥٦٦مخونو کې له چاپه راوتى دى. د کتاب په لومړي برخه کې چې د خوشال ژونليک ته ځانګړې شوې په يولسو څپرکو کې راټوله شوى دى. د لومړي څپرکې په ژوند ليک برخه کې لاندني موضوعات څيړل شوي دي.                          

خټک په پښتنو کې د دوي مقام

د تسميې وجه

نسبي ويش

د دوى سيمه او حدود

سيمه ييز ويش

مذهب

ژبه

د خټکو ژوند او تمدن

په دويم څپرکي کې د خوشال خان او د ژوند حالات تر سرليک لاندې دا موضوعات څيړل شوي دي.

ملک اکوړه او د هغه جانشين

د خټکو،مندړو او يوسفزو قبيلو تر منځ شخړې

د خوشال خان زوکړه

د عمر په پيل کې دوې پيښې

ښوونه

د جهانګير جګړه

پريوسفزو د شهباز خان بريالۍ جکړه

د خوشال واده او څو نورې پيښې

د بلړ جکړه او د شهباز خان ټپي کيدل او مړينه

د شهباز خان کردار

دريم څپرکي يې سرداري او منصداري نوميږي چې په دغو موضوعاتو چورلي:

پر سردارى د خوشال بنيدل

د بلړ دوم جنګ

د ګانګړې جګړه

خوشال خان د ولي عهدۍ ملازمت خپلول او نورې پيښې

د بلخ او بدخشان جنګونه

د اصالت خان مړينه

د کندهار جنګ او د بهادر خان ميلمستيا

د يوسفزيو انتظام او نورې پيښې

د بهادر خان مړينه

د شيخ رحمکار مړينه

د بنګښو سره جنګونه

د پاچا او خوشال اړيکو ته لنډه کتنه

په څلورم  څپرکي کې چې علمګيري دوره ده دا موضوعات راغلي دي:

د تخت ناستي جنګ

د اورنګ زيب پاچاهي

اورنګ زيب او پرې اعتراض کونکي

خوشال خان او د تخت ناستي جنګ

 دتيرا جګړه

د يوسفزو سره جنګونه

يوه پيښه

د تخت ناستي د جنګ په باب د خوشال خان نيوکه

په پنځم څپرکي کې چې قيد او بند نوميږي دې موضوګانو ته نغوته شوې ده.

د بندي کيدو سببونه

هندوستان ته ليږل

د خوشال د نيولو په باب ځينې اټکلونه

ډيلي ته تر رسيدلو وروسته

حبسيات(زنداني شعرونه)

په بند کې له خوشال خان سره د پاچا سلوک

د يوسفزو بغاوت

په شپږم څپرکي کې دې موضوعاتو ته ځاى ورکړل شوى دى.

وطن ته راستنيدل او تر هغه وروسته د کابل د صوبه دارۍ په توګه د مهابت خان ټاکل

وطن ته د خوشال خان ستنيدل

د لنګر کوټ ودانول

د خوشال خان ناروغي او نور کړاونه

د پاڅون فکرونه او ظبط

محمد امين خان او د کابل صوبه داري

دسيد امير خان خوافي مړينه

افغان جعلي شجاع

لومړني قبايلي نظام

په اووم څپرکي کې د ايمل خان غورځنګ تر سرليک لاندې دا يادونې څيړل شوي دي.

سببونه

د خيبر ستره پيښه

پيښور ته د فدايي خان رسيدل

هندوستان ته د محمد امين خان روانيدل

مهابت خان او د کابل صوبه داري

له بهرام سره جګړې او نورې پيښې

يو ملي ادبي شهکار

يوه مهمه جرګه

د سړک جوړول

پر نو ښار باندې بريد

د دوابې جګړه

له افغانانو سره د جنګ لپاره دشجاعت خان ټاکل

د خوشال خان او شير محمد خان بنګښ تر منځ جګړه

د کړپې جګړه

پر کوهاټ باندې د دريا خان بريد او ماتې

حسن ابدال ته د پاچا د راتګ اراده

د يوسفزو سيمه او بيلا بيلو سيمو ته د خوشال خان د تللو اراده

د پاچا پوځي او سياسي کړه وړه

پيښور ته نږدې د افغانانو او اغر خان تر منځ جګړه

کابل ته د شهزاده محمد اکبر روانيدل

د کابل پر صوبه دارۍ باندې د فدايي خان ټاکل

د افغانانو او فدايي خان مقابلې

خاپښ جګړه

د پيښور په خلاف نوي پوځي ټاکنې

د فدايي خان او پښتنو جګړې

د پـښنتو دوه بريالي بريدونه

د خوشال خان مصروفيتونه

د نظام خان مړينه

په سوات کې د خوشال خان تم کيدل او له هغه ځايه بيرته راستنيدل

ملتفت خان او خوشال خان

له حسن ابدال نه پايتخت ته د پاچا راستنيدل

د پاچا دبيرته تګ له وخت کې د دواړو خواوو حالت

د ګنبت جګړه

له پښتنو سره د جګړې لپاره د شهزاده محمد معظم ټاکنه

امير خان او افغانان

 د ډودې جګړه

د خوشال خان او اشرف خان تر منځ خپګان

د اشرف خان نيول

د پښنتي ټولنې (جمعيت افاغنه) خپريدل.

اتم څپرکي کې د (خوشال خان د ژوندانه وروستۍ موده او مړينه)تر سرليک لاندې لاندني موضوعات څيړل شوي دي.

د ناخوالو او ناکاميو دوران

د ايمل خان او دريا خان پاي

د بهرام خان فتنې او فسادونه

کورني زيانونه

د خوشال وفات

او له نهم څپرکې کې يې عقايد،اخلاص او خويونه،په لسم څپرکي کې تصنيفونه او په وروستي ياتې يولسم څپرکي کې يې اولادونه تر سرليک لاندې موضوګانې شنني او څيړلي دي.                                                     

ددې کتاب دويمه برخه د خوشال بابا شاعري او متفرقاتو ته ځانکړې شوىوچې موضوګانې يې په دې توګه دي:

سريزه

حمد،نعت او مناجات

صوفيانه کلام

ملي او وطني شاعري

اخلاقي شاعري

خوشال خان باز،شاهين او زمرى

ښکار

غيرت او ميړانه

سخاوت

پت

متفرقات

څلوريځې

قطعات

غزليات

دمملکت رموز

عشقي کلام

د فطرت مصور او مفسر

غندنې او وشتې

د خوشال خان نثر

پر پښتو ادب باندې د خوشال خان نثر

نتيجه

لومړى پايڅوړ

دويم پايڅوړ

دريم پايڅوړ

ماخذونه

د لنډيزونو تشريح.

ددې غټ کتاب په لومړي سر کې محمد زبير حسرت د کامل صاحب خوشال پيژندنه تر سرليک لاندې  يوه اوږده ليکنه کړې او دا  يې ورکې په ډاګه کړې چې د کامل صيب دا کتاب د پښتو ادب د خوشال پيژندنې په برخه کې يو له تر ټولو غوره مفصل او بې جوړې اثر دى،دى ليکي: دپښتونخوا د شعر او ادب په تاريخ کې کامل صاحب اولنى شاعر،اديب،محقق،نقاد او دانشور دى چې د پښتو ادب د مخ په دوو ښايسته سترګو خوشال خان خټک او رحمان بابا باندې ېې له هر چا اول ډير په زړه پورې رحمان بابا(پښتو) او خوشال خان خټک(اردو)وليکل او دهر دواړو د ژوند حالات او په فن يې خپله عالمانه،فاضلانه اوناقدانه تبصرې وليکلې او نه يوازې پښتنو بلکې اردو دانې طبقې سره يې د خپلو مشاهيرو،اکابيرو او د پښتو ادب ددغو دوو لويو هستيو پيژندګلوي وکړه.(١)                                                                                                       

خوشال خان خټک کتاب د دولس کالو په موده کې ليکل شوى،چې ورکې د پښتو اتلس،د فارسي ديارلس،د انګريزي اولس او د اردو له اوه کتابونو څخه کار اخيستل شوى دى.(٢)                                             

همدا ډول د کتاب پښتو مترجم لطيف طالبي ددې کتاب پر منځپانګې داسې څرګندونې لري او ويي چې :٫٫ په دې جامع اثر کې ښاغلي ليکوال مونږ ته د خوشال خان څو بعدي شخصيت په ښه توګه روښانه کړى ده،په دې اثر کې د خوشال ژوندليک په تنګه دايره کې نه دى محدود بلکې د هغه د ژوندانه د سمې پيژندنې لپاره يې د هغه د ماحول،چاپيريال او مهمو پيښو څخه جاج اخيستى دى.                                                                

د کامل مومند د کتاب يوه ښيګڼه داده چې نوموړي په خپل کتاب کې ډيره اتکا پر تاريخ مرصع باندې کړې او تاريخ مرصع يوازينۍ لومړنى کتاب دى چې د خوشال بابا په اړه هر اړخيز مواد مونږ ته په لاس راکوي او په تاريخ مرصع باندې سريزه هم کامل صاحب ليکلې ده.                                                                  

ددې کتاب د لوړ تحقيق،علمي معتبرتوب او جامعې والي په اړه ډيري خوشال پوهان په يوه نظر دي، له دې ډلې څخه ښاغلى زلمى هيواد مل وايي چې:د خوشال پر ژوند او آثارو ډير مستقل کتابونه او رسالې کښل شوي دي،چې تر ټولو ښه او منلى کتاب په کې د استاد کامل مومند خوشال خان خټک دى،زما په پوهه تر اوسه بې جوړې دى.غلطۍ يې ډيرې لږې دي خوډير مفصل دى،استاد کامل مومند په خپل دغه اثر کې ټولو هغو تيروتنو او نا سمو خبرو يادونه کړې ده،چې دده تر کار دمخه د خوشال په مطالعاتو کې پيښ شوي دي.(٣)په پاى کې دا ويلى شو چې د ارواښاد کامل مومند صاحب پورتنى کتاب د خوشال پيژندنې په برخه کي د غوره کتابونو په ليکه کې راڅي.               

په ستر خوشال باندې د لا زياتو علمي څيړنو په هيله!

ليکوال

سرچينې:

١-مومند کامل،دوست محمد، خوشال خټک، ،چاپ چارې دانش خپرندويه ټولنه.مخ ( ٢ )

٢-پورتنى اثر، مخ( ٧  )

٣-هيوادمل،زلمى، ننګيالي د زمانې، په جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنه،چاپ چارې دانش خپرندويه ټولنه.مخ (  ) ١٣٨٠کال