Lokrana

انور سادات د پښتنو له بېغيرتۍ نه له لاسه داسې غاپي

20.07.2013 06:47

بسم الله الرحمان الرحیم

د افغانستان ټولو وروڼو قومونو ته تر درناوي وروسته؛ لوګرانا بلاک د فاشیست،جګړه مار،جنسي تیري کونکي ګېلمجم او د پرديو جاسوس انور سادات دوس او بې ناموس د پښتنو پر وړاندې ویناوې غندي او د هېواد له عدلي ادارو څخه په درناوي غوښتنه کوي،چې د نوموړي د محاکمه کولو لپاره زر تر زره دي ګام پورته کړي.لوکرانا بلاک پر دې ویسا لري،چې که وخت او بخت ورسره ياري وکړه،نو د انور سادات غوندې مزدورو څېرې خوله د یو لړ بااحساسو افغانانو په مټ او د خدای پاک په مرسته ورمانه کړي او کنه نو خپل غږ تر هغه خپه نه کړي،تر څو چې دغه خاین له ولسي جرګې ویستل شوی نه وي او یا هم محاکمه شوی نه وي.

د انور سادات د څرګندونو په ځواب  کې دا ويل غواړم،چې نوموړی دې د بچه بازی هغه نړیوال فلم وګوري،چې څه موده وړاندې په اسټرليا کې خپور شو او  په شمال کې د ده په څېر جنګي سپیانو له کړنو څخه يې پرده پورته کړه او يا هم د بشري حقونو هغه نیمګړي راپورنه وګوري،چې د دوی ډلو پر دوه کلنې جینۍ هم بسنه نه ده کړې.

د افغان انسان د هوساینې په تمه

عبدالرحمان حبیب زوی

د لوکرانا بلاک مسول

sjid 27.07.2013 05:56

اسلام علیکم:قدرمنو پختانو<br />ولی افغانستان کی پہ پختانو باندی بمونہ وریگی ولی دپختون کلی او کور ورانیگی دا ولی دپختون لہ کورہ شپہ او ورز جنازی روانی وی ولی د انورسادات غوندی سپی او شراب خور پختانو تہ کنزلی کوی <br />مونگ ڈیر بی وسہ او کمزوری پختانو یو خدایہ<br />مونگ دومرہ ولی دربدر آخیر پہ سۂ یو خدایہ:وسلام<br />

بهاوالدین بغلاني 22.07.2013 14:51

زما په نظر د افغانستان او پښتنو د عملي دښمنانو دفع تر ټولو مهمه ده. هغه څوک چې په افغانستان کې مکتب سوځوي، چې پلونه ړنګوي، چې په لارو کې ماینونه خښوي او د دنیا جنګ افغانستان ته راولي، اول د هغو له شره ځان خلاصول پکار دي. که د هغو کسانو چاره ونه کړو چې زموږ عسکر او پولیس او نظام او ادارې اوسیاسي، اقتصادي او اجتماعي موسسات راتباه کوي، د انور سادات غوندې کسانو خوله به هیڅ وخت بنده نه شی او بلکې د وخت په تېرېدو سره به دغسې لوچکان لا زړه ور شي. انور سادات ځکه راته کنځلې کوی چې لاس و پښې مو تړلې دي او هغه په دې پوهېږي چې د پښتون څه په وس کې نه دي. هغه پوهېږی چې د پښتون کلی په اور کې سوځي. د پښتون په کلي کې مکتب ړنګېږي، د پښتون د کلي مشر ترور کېږي . د پښتون په لارو کې ماینونه فرش کېږي او پښتانه ځوانان د قرباني د مالونو غوندې د پنجاب په توره توره حلالېږي. نو انور سادات به ولې رانه سترګه کوي؟

شرافت بسمل 21.07.2013 05:01

تندر صاحب، ډېر مه په غصه کېږه. د انور سادات غوندې به نور ډېر کسان هم پیدا شي که زما او ستا په حال کې فرق رانه شي. زما او ستا ماشومان له مکتبه راګرځول کېږي. زما او ستا په لارو کې ماینونه خښ وي او هره ورځ مو جنازې هدیرو ته ځي. زما او ستا په کلیو کې مجرد او لوچک پنجابیان، عربان او ... په کورونو کې شپې تېروي او زما او ستا د کور له بامونو ډزې کوي.. زما او ستا په کلیو کې زما او ستا د وطن پولیس او عسکر وژل کېږي... نو که دا حال وي، زه او ته به تر اوس هم په مراتیو ضعیف یو او د سادات غوندې خلک به بې پروا راته کنځلې کوي. راځئ په دې فکر وکړو چې سادات چا پیاوړی کړی دی؟ او چا زړه ورکړی دی ؟ زه او ته چا دومره ذلیل کړي یو چې له روسه تر امریکا او له عجمه تر عربه او له هندو تر مسلمانه ټول راته یو لاس شوي دي او نفرت رانه کوي؟

farhad 20.07.2013 21:22

Da si ensan baed tror Shi.bas Wa bas.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.