Lokrana

په پاکستان کې مذهبي او فرقه يې تاوتریخوالی

17.12.2011 13:14
  • Bild1611

 

 

په پاکستان کې فرقه يي او مذهبي تاوتريخوالی

څېړندوی:عبدالرحمان حبيب زوی

o              د رحمان بابا او امير حمزه شينواري د زيارتونو الوزول ولې؟

o              د صوفيانو او مذهبي لږکيو ترمنځ د شخړو مخينه او پيلامه!

o              د مذهب په نامه لوبه او د ډلو ټپلو تقابل د کومې موخې په پار؟

o              د سيمې په امن او نا امنۍ کې د مذهبي ډلو ونډه او اغيز!

o              په کراچۍ کې قومي شخړې او موخه ييزې وژنې((Target Killing ولې نه دريږي؟

په دې لیکنه کې به دا ټولې پوښتنې او ګرویږنې تر څېړنې لاندې ونیول شي؛ داچې په سیمه کې د ژوندیو انسانانو پر سر لوبې روانې وې، خو دا دی اوس زموږ د نخبو فرهنګي مخورو، د اهل تصوف بې ازاره لارویانو او ملنګانو مړي هم مصئونه نه دي. یو خو که تاریخ ته ځیر شو، نو په دې سیمه کې د اسلامپالو او صوفیانو جرړې ډېرې اوږدې غزونې کړي، چې هره ډله ځانته مریدان لري، بل خوا د دې ډلو پراخه نفوذ او د دوی له نفوذ څخه ګټه اخیستنه، د سني او شعیه ګانو په محافلو کې ځانمرګي او چاودنې، د پیرۍ او مریدۍ لړلۍ له زهده تر ځواکه رسیدل، په مذهبونو کې د شعبو رامنځ ته کیدل او د مذهب خپل اصل نفي کول، هغه مسایل دي، چې دلته به پرې شننو تر سره کړو.

په لومړي سر کې  په پاکستان کې مذهبي کړۍ په څلورو استقامتونو کې څېړو:

۱-اهل تسنن،(الف: صوفيان،ب:تبليغيان ۲- اهل تشيع، ۳- اهل حديث (وهابيان) او ۴-بريلويان.

 دلته موږ ګورو، چې صوفیان او اهل حدیث د لومړي او دویم مذهب څانګې دي، خو دا مهال دومره یې وده کړې، چې په دین کې د یو جلا تګلوري سرلاریتوب کوي، نو ځکه اړ یو، چې جلا جلا یې مطالعه کړو، بله دا چې کړکیچ هم د دوی په منځ کې زیات لیدل کېږي، چې بلاخره یو دبل په ژوندیو خو لا څه، چې ان په مړو یې بسنه نه کوي.

۱- اهل تسنن (سنيان):

سني مذهب د اسلام یو له سترو مذهبونو څخه دی، چې د نړۍ شاخوا ۸۵ سلنه مسلمانان پرې راټول دي. سنیان په دې ګروهمن دي، چې حضرت محمد «ص» د اسلام ستر او وروستنی پیغمبر او له ځانه وروسته یې بل ځای ناستی نه دی ټاکلی. اهل تسنن په دې باور دي، چې خلک کولی شي، د جرګې له لارې په خپلو کې د مسلمانانو لپاره مشر غوره کړي؛ په همدې لړ کې و، چې مسلمانانو د بیعت له لارې د پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» نژدې ملګری او صحابي حضرت ابوبکر صدیق د مسلمانانو په نوې جوړه شوې ټولنه کې مشر وټاکه او ابوبکر صدیق تر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» وروسته، د مسلمانانو لومړنی خلیفه شو.

تر ابوبکر صدیق وروسته، په خپل وار سره حضرت عمر«رضی الله تعالی عنه»، حضرت عثمان « رضی الله تعالی عنه » او حضرت علي«کرم الله وجهه» د اسلامي ټولنې خلفا وټاکل شول. د اهل تسنن لارویان قران کریم د خپل لارښوونې لپاره ستر جامع او مانع کتاب ګڼي او اسلام هم د همدغه کتاب او پیغمبر « صلی الله علیه وسلم » د سنتونو په رڼا کې پیژني. اهل تسنن په فقهي مسایلو کې لومړی پر قران، دویم ګام کې پر احادیثو، درېیمې مرحلې کې پر اجماع او په څلورم ګام پر قیاس ډډه لګوي او خپلې پرېکړې د دغو څلورو آرونو په مخبیلګو کې ترسره کوي. سنیان په فقهي لحاظ په پنځو ډلګیو ویشل شوي: حنفی، مالکي، شافعي حنبلي.(۱)

په پاکستان کې اهل تسنن، ۷۷ سلنه جوړوي. (۲) په پاکستان کې ټولې شرعي پرېکړې د اهل تسنن مذهب د حنفي فرقې په چوکاټ کې کېږي. په پاکستان کې د مذهبي ډلګیو د شخړو په لړ کې په پاړه چنار، هنګو او شبقدر کې وخت نا وخت د سنیانو او شعیه ګانو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته کېږي.

د ځینو کارپوهانو  په آند د سني او شعیه جګړه انګریزانو را منځ ته کړې ده او تر دا دمه دوام لري،سعودي عربستان یې مالي لګښتونو ته یې اوږه ورکړې  او چاره یې د پاکستان مذهبي سختدریځه کړی(وهابیان) پر مخ بیايي.

الف: صوفيان (اهل تصوف):

د تصوف د کلمې او د دغې کلمې د رېښې په اړه بیلابیل او مختلف نظرونه او څېړنې ترسره شوي دي، چې د ټولو راوړل یې د دې لیکنې له حجم څخه وتلې خبره ده. خو موږ به  دلته هڅه وکړو، څو هغه نظریې راواخلو، چې د ډېرو کسانو لپاره د منلو وړ دي.

(سیر تصوف در افغانستان) نومي کتاب، د تصوف د کلمې په اړه په لاندې ډول څرګندونې کړي دي:

١- صوفي یا تصوف د (صوفه) له نوم څخه راوتی دی، صوفه د هغه صحابي نوم دی، چې د حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) په زمانه کې د کعبې شریفې منجوري یې پر غاړه وه. د نوموړي صحابي اصلي نوم غوث بن مرو دى. دې صحابي په اړه ابن الجوزي وايي: د رسول الله په زمانه کې هر هغه چا چې ځان خدای ته وقف کاوه، نو خلکو ورته (مسلم) او یا (مومن) وایه، خو وروسته دا لقبونه په (زاهد) او (عابد) باندې واوښتل، خو کله چې صوفه په حق ورسید، نو د دې لپاره چې نوموړي په کعبې کې ښه خدمتونه ترسره کړي وو، خلکو به هغه چا ته چې په کعبې کې ېې خدمت او د خدای«جل جلاله» ذکر او عبادت کاوه، صوفه یې باله.

۲- په بل ځای کې داسې راځي، چې تصوف اهل صفې (برنډې) ته منسوبېږي. هغه په دې ډول، چې د اسلام په لومړیو کې، یو ډله بیوزلي پرهیزګاره صحابه، د نبوي جومات په صفې کې استوګن وو، شپه او ورځ به یې د خدای عبادت کاوه.

۳- ځېنې نور بیا وايي، چې د صوفي ویی له (صوفانې څخه اخیستل شوی دی، چې یو ډول نرۍ او لنډه ګیاه ده او صوفیانو به د دښتو په ګیاه او سبزیجاتو، په ځانګړي توګه په (صوفانې)باندې قناعت کاوه، نو ځکه صوفي ونومول شول.

۴- په یوه بله څېړنه کې داسې راځي، چې صوفي له صف (لیکې) څخه مشتق ده، په دې مانا، چې صوفیان د زړه د پاکوالي له کبله په لومړي لیکه یا ګام کې راځي.

۵- په همدې ډول، یوه بله څېړنه وايي، چې صوفي عربي کلمه ده، چې وړیو ته وايي او صوفیان هغه خلک وو، چې له وړیو څخه ګڼډل شوي کالي به یې اغوستل.

د تصوف د کلمې پېژندنه:

په دې اړه هم بیلابیلې نظریې شته او مختلفې څېړنې پرې شوي دي، چې زه به یې ځېنو ته په لنډه توګه اشاره وکړم:

۱- په (زاهد پښتو- پښتو سیند) کې داسې راغلي: تصوف:صوفي کېدنه، د نفس د پاکولو طریقه، د درویشۍ طریقه او مسلک او هغه علم، چې د زړه تزکیه پرې کېږي.

۲-په بل ځاى کې داسې تصوف راپېژني: تصوف عزت دی په زړه کې، برلاسي توب دی په درویشۍ کې، خدايي ده په بندګۍ کې، مړښت دی په لوږه کې، پټېدل دي په بربنډتوب کې، ازادي ده په بنده ګي، ژوندون دی په مړینه کې او خوږوالی دی په تریخوالي کې.

۳- جنید بغدادي (رحمت الله عليه) د تصوف په اړه وايي: صوفي هغه څوک دی، چې په ښي لاس کې یې قران او په کیڼ لاس کې د پیغمبر(صلى الله عليه وسلم) سنت وي او د دغو دوو ډیوو په رڼا کې، خپل ځان لټوي.

۴- وايي یوه ورځ ابوسعید له  یو ډله صوفیانو سره د ژرندې سر ته ودرېد او ویې ویل: د تصوف مثال د دې ژرندې په څېر دی، چې سخت څیز نرموي، شاوخوا طواف کوي او په خپل ځان کې سفر کوي، څو هر شی ورته نژدې شي له ځانه یې لرې کړي.

۵- همدا ډول د پښتو ادب صوفي شاعر رحمان بابا تصوفي مینه او عشق د جمله وو مخلوقاتو پلار ګڼي:

دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی

د جملوو مخلوقاتو پلار دی دا

او یا هم صوفي دومره ځواکمن بولي، چې د ده په وینا د درویش او عرش تر منځ یو قدم واټن دی: لکه

 

چې په یوه قدم تر عرشه پورې رسي

ما لیدلی دی رفتار د دروېشانو

په دې توګه ویل کېږي، چې تصوف په اسلامي نړۍ کې په دویمه هجري پېړۍ کې رامنځ ته شوی، چې دا مهال د تبعې تابعینو وخت و، خو دا نظر دومره غښتلی نه دی، ځکه چې په صحابه وو کې هم صوفیان تېر شوي دي او د اسلام د سپېڅلي دین له راتګ سره یانې ۱۳۹۰ کاله را په دې خوا د دې لارې رامنځ ته کېدل شونې ده (۳).

تصوف او صوفیتوب په خپل ذات کې د نمانځنې (عبادت)، د خالق او مخلوق ترمنځ اړیکې، د زړه پاکوالی، رښتینولي او نورو ښېګڼو غوره لار ده، خو لکه څنګه چې د نړۍ په تاریخ او د اسلام په تاریخ کې له هر ډول ډلو څخه د هماغه مهال ټولنیز شرایطو ته په کتو سره سیاسي او ان کله کله غلطه ګټه اخیستل شوې ده، چې دغو پېښو په ډلو کې پلویان او دښمنان هم زیږولي دي.

په تصوفي لړلۍ کې دغه ستونزه تر ډېره لېدل کېږي، د وخت د ملایانو او صوفیانو شخړې، یا هم د صوفیانو له خوا سیاسي مبارزه پر مخ بیولو ته د تصوف رنګ ورکول او یا هم د تصوف په نامه ژبې او کلتور ته کار او داسې ډېرې بیلګې؛ په تصوفي نړۍ کې د منصور حلاج وژنه، د پیر روښان (993-932) پر وړاندې د مغلو له خوا هڅول شوی سیدعلي ترمذي (۹۰۰-هـ -۹۹۱)، پیر اخوند درویزه او د دوی ترمنځ شخړې او جګړې، هغه مسئلې دي، چې تصوفي لړلۍ ته یې سیاسي رنګ وربخښلی دی او همدا علت دی، چې چا د تصوف له لارې د خلکو زړونه اباد کړي، چا خلکو ته سیاسي ژوند وربخښلی لکه ایپي فقیر، چا خپله ژبه، ولس او کام ته پرې بېساري چوپړونه ترسره کړي، ځېنو کسانو د تصوف له لارې په ولس او ان په سېمه کې دومره محبوبیت موندلی او دومره ژورې رېښې یې په ولس کې غزولي، چې ولس پرې تر هر چا ډېر باور او ویسا لري او ان کله کله یې ورته قرباني او سر ښندنې هم ترسره کړي دي؛ په پخواکې اخوند درویزه او پیر روښان او په اوسمهال کې د باړې پیر او د ده کورنې، همدا ډول ځېنې په کې دومره ژور تللي دي، چې د خدای او درسول له لارې په کې وتي دي.

دغو ګډوډو پېښې او کړنو د تصوف رنګه ور بده کړې، چې په مقابل کې یې ډلې راټوکېدلي او دا ډلې بيا دې ته نه ګوري، چې څوک څنګه دي، بس په تصوف پسې یې را اخېستې ده او له یو مخه یې ریبي، چې په مړو او قبرونو یې هم بسنه نه کوي. لکه په دې وروستیو وختونو کې د لسان الغیب صوفي شاعر رحمان بابا او د غزل پلار او د تصوفي وحدت الوجود د فلسفي افکارو شاعر، امیر حمزه شینواري د مقبرو په بمونو الوځول او یا هم وخت نا وخته په زیارتونو باندې بریدونه او داسې نور .......... د ۱۳۸۷ کال د کب په ۱۵ مه د پښتو ژبې د ستر شاعر رحمان بابا پر مزار برید، د بامیانو پر بتانو تر بریده وروسته د افغانانو او پښتنو پر کلتور تر ټولو غټ ګوزار دی . همدا ډول سې شنبې د زمري په لومړی نيټه د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې وسله والو د پښتو ژبې د یوه ستر اديب او شاعر امیر حمزه شینواري په مزار بريد کړی، خو مقبرې ته يې زيان نه دی رسېدلی. د ستر شاعر او د غزل د بابا، امير حمزه خان شينواري مزار له افغانستان سره پر پوله پرته سيمه، لنډي کوتل کې دی. د دغه زيارت يو ساتونکی اکرام شينواری وايي، چې وسله والو تېره شپه د حمزه بابا پر مزار د بمونو بريد وکړ او له دوی نه يې وغوښتل، چې تسليم شي او زیارت پرېږدي، خو د ده په خبره، دوی ورسره مقاومت وکړ. ده په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ويلي، چې د بريدګرو شمېر د څلورو او پنځو تنو په شاوخوا کې وو، خو د ده په وينا، کليوالو ورته ويلي، چې بريدګر تر شلو هم زيات وو. شينواري زياته کړه، پخپله د حمزه بابا مقبرې او دغه راز ترڅنګ يې جوړ شوي کتابتون ته زيان نه دی رسېدلی او يوازې د مزار ديوالونو ته زيان اووښتی دی. له دغو وسله والو بريدګرو سره جنګېدلی وايي، بريدګر له څه ځنډ مقاومت وروسته وتښتېدل او یوې خوا ته هم ځاني زيان نه دی رسېدلی. د پاکستان حکومت د دغه مزار لپاره پنځه تنه ساتونکي ګمارلي وو، چې اکرام شينواری د دوی له ډلې يو دی.

حکومت دغه ګام تر هغه وروسته واخيست، چې په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې وسله والو ټوپکوالو د سيمې پر مهمو زيارتونو بريدونه وکړل. د دغو بريدونو په لړ کې يو هم په پېښور کې د پښتو ژبې د ستر شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار وو، چې وسله والو په بمونو والوځاوه. حمزه شينواری چې په لر او بر پښتنو کې يې د غزل بابا نوم ګټلی، د خېبر پښتونخوا د لنډي کوتل په سيمه کې په مېلادي ۱۹۰۷ کې زېږېدلی دی. حمزه بابا د ۸۷ کلونو په عمر په ۱۹۹۴ کال کې ومړ (۴).

رحمان بابا او حمزه بابا د پښتو ژبې تکړه صوفي شاعران دي، چې بشپړ دیوانونه لري. رحمان بابا (  1715-1650 ) کې د پېښور په بهادر کلي کې د عبدالستار خان کره زېږېدلی دی او له ماشومتوبه یې شعري ذوق درلود، رحمان بابا په تصوف کې د کومې ځانګړې مفکورې خاوند نه و، بلکې شعرونه یې د شریعت او احادیثو په رڼا کې ویلي، چې ډېره برخه یې پندي او نصیحتي منځپانګه لري. د څېړنو له مخې داسې ویل کېږي، چې رحمان بابا ټول ژوند په کلي کې د یوې ګوښې ونې لاندې تېر کړی او هماغلته یې شعرونه پنځول، د دنیا له کاروباره لرې و، ټول ژوند یې معنویاتو ته وقف کړی و، چې خپل دا حالت په یوه شعر کې داسې بیانوي:

نه شي د خانانو ملنګانو سره کلي

چېرته عزیز خان چېرته ملنګ عبدالرحمان

دا چې د داسې یو صوفي انسان پاله مفکر مقبره څوک الوځوی دا دچا کار دی؟ دا یوازې د انسانیت او بشریت دښمنانو کار دی، کنه رحمان بابا خو ځان د هېڅ ګوند،سیمه او کام پورې اړوند نه بولي، ځکه خو وايي:

زه عاشق یم سر و کار مې دی له عشقه

نه خلیل نه داودزی یم نه مــــــــــــــومند

دا چې نن رحمان بابا سره څه کېږي، رحمان بابا په دې پوهېدې، چې د ده تر مړینې وروسته د بابا ادم اولاده څومره پست فطرته کېږي. ځکه خو وايي:

 

تا ته رب د ملایکو مقام درکړ

تا دا خپل صورت په خپله ګاو خر کړ

یا دا چې رحمان بابا هماغه مهال له حالاتو نه په زور داسې کړیکه باسي:

دا چې مست په میو راغی یار د چا دی

بیا به تاخت کا په کوم غولي وار د چا دی

چې زړه سوی یې د حرم په صید نه شي

دا دغشي بې صرفې ګوزار د چا دی

ما خو نه دي څوک بې وجهې ازار کړي

دا چې ما ازاروي ازار د چا دی

چې هېڅ تر س په زړه کې نه لري رحمانه

دا نا ترس او بې پروا نګار د چا دی

یا

په سبب د ظالمانو حاکمانو

ګور او اور او پېښور درې واړه یو دی

د ډېرو په ګمان د قبرونو الوځول، زیارت ته بد ویل، له اهل تصوف سره کرکه لرل، دا د وهابیانو او تبلیغیانو په کړنو کې ډېر تر سترګو کېږي، نو اړیو چې دواړه وڅېړو!

د پښتنو سیمه کې د ښوونځیو، روزنتونونو، پلونو، سړکونو او همدارنګه د ماڼیو او ودانیو له هراړخیزې ویجاړۍ، ورانۍ او یا په پښتنو کې په نوم سره د ملی کادر، ښوونکی، ډاکټر، انجنیر، سپین ږیری او مشر تر وژلو وروسته، د اتلانو، غازیانو او باباګانو د زیارتونو په نښه کول او په بمونو الوځول او د هغوی په هډوکو دلالی او سوداګری، د پښتنو د یومخیزې او ټولیزې بربادی او نابودۍ د ستر پلان یوه برخه ده، یو خوا د پښتنو جینو سایټ، څوک یې ځانمرګي ته روزي، څوک یې په ړندو بمباریو کې وژني او دا دی اوس یې په مړو هم بسنه نه کوي او پر مړي یې هم ځمکه تنګوي.

 مولانا سمیع الحق د پېښور د اټک په سیمه کې د یوې راډېکالې مذهبی مدرسې مشر دی، چې د عربي وهابیانو په مټ چلېږي. هغه په بمونو د رحمان بابا د زیارت د الوځولو په اړه، ویلیم دلریمیل ته ویلي: «موږ په زیارتونو کې عبادت نه غواړو، موږ د مړیو عبادت که دوی اولیا هم وي نه کوو، زه هغو خلکو ته بلنه ورکوم، چې د قران لارې ته دې راشي او د مړیو له عبادت څخه دې لاس واخلی . رحمان بابا مړ دی، تاسو جومات ته ولاړشئ نه قبرونو ته » (۵).

خبره دا ده، چې هېڅوک په ځانګړي توګه پښتانه زیارت ته د عبادت لپاره نه ځي، بلکې یوازې د دعا لپاره ځي او دا چې کله کله د خپلو نیکونو، مېړنو او اتلانو مقبرو ته ځي، دا په دې مانا ده، چې دوی خپلو اسلافو ته درناوی لري او نمانځنه ترې کوي، نه دا چې له دوی څخه کومه وسیله جوړوي، بله خبره د زیارتونو په اړه د ښځو د ورتګ مسئله ده، تر کومه ځایه پورې چې زه وینم، نو ښځینه په شرعي حجاب کې زیارت ځي، دا چې هر چهارشبنې د ښځو ورځ ده، یانې په دې ورځ زیارتونو ته د نارینه وو ورتګ منعه دی، خپله د دې ټولنې د اسلامي اخلاقو بیلګه ده، دویمه خبره دا ده، چې په دې کې به کومه ټکه له اسمانه پریوځي، چې هغه ښځینه چې ټول عمر د څلورو تړلو دیوالونو شاته تېروي او په یوه ورځ راتګ یې خلک زیارتونه په بمونو الوځوي. د رحمان بابا د زیارت الوځول د وخت په میډیاوو کې ډېره منعکسه شوه، د ډاکټر مرادزي په وينا:

«څوک چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار نه ځي او د هغوی یاد نه ساتي، په حقیقت کې له خپل تاریخ سره اړیکې شلوي . هغوی چې د پښتنو اولاد خپلو نیکونو، مېړنیو او غازیانو ته له درناوۍ او دعا څخه منع کوي، په خپل تاریخ پورې ملنډې وهي . دوی غواړي، چې د پښتنو اړیکې له خپل تاریخ څخه پرې کړي . دلته په ډاګه څرګندېږي، چې پښتون ضد کسان په دې هڅه کې دي، چې زموږ څخه تاریخ واخلي . زموږ کلتور، ویاړنې او ملي بریاوې له منځه یوسي او تر پردي کلتور لاندې پښتانه ښکېل وساتي . په داسې حال کې، چې پښتنو له عربو څخه یوازې د اسلام سپېڅلې دین راخېستئ او پښتانه ځان ته خپله ژبه، کلتور، تاریخ، هېواد او ملي هویت لري. عربي وهابیان په ډېرې سپین سترګۍ سره د پښتنو په منځ کې د خپل وهابیت د خپرولو لپاره، له هرې وسیلې څخه کار اخلي او د افغاني کلتور د ټولو برخو د له منځه وړلو پسې یې مټې رابډ وهلي دي. خو پوښتنه دا ده، چې نورې کړۍ به له وهابیانو سره په دغه کلتوري یرغل او ناورین کې نه وي شریکې ؟ ایا وهابیانو به د پښتنو پر کلتور دغسې لوی برید په یوازې ځان کړی وي. زما په اند وهابیان په یوازې ځان د پښتنو پر وړاندې دا جګړه مخې ته نه بیایی، دلته باید د پاکستان په دولت کې پوځي کړۍ او د ای. اس . ای جاسوسي سازمان د دوی په هراړخیز خدمت کې دي . وهابیان ځکه داسې بریدونه کولى شي او په څرګنده ټکو کې د دې برید په اړه ځانته د جواز حق ورکوي، چې په پاکستان کې د فعالیت ازاد چاپېریال لري او دپاکستان د دولت پر لوړو څوکیو کې غښتلي ملاتړ لري . په دې توګه وینو، چې وهابیزم له پنجابي شوینیزم سره د پښتنو په سیمه کې شریکې ګټې پیدا کوي او یو د بل شتون بشپړوي. بله خوا د ایران کلتوري فاشیزم هم باید له پامه ونه غورځوو. که لره پښتونخوا د عربی وهابیزم او پنجابي شوینیزم سره لاس وګریوان ده، بره پښتونخوا هم د دغه وهابیزم او شوینیزم سربېره د ایران له کلتوري او ژبني  بې اوازه یرغل سره مخ ده . ایران په سیمه کې خپلو فاشیستي موخو ته د رسېدو لپاره هم له خپلو ځانګړو شیعه مذهبي اندېښنو او هم له ژبني توپيره ګټه پورته کوي. افغانان باید په دریواړو سنګرونو کې خپلو ملي ګټو او ویاړونو ته جدي پاملرنه ولري . خو اوس د نړۍ د سترو ځواکونو د سیالۍ او لوبې له ډګره سربېره افغاني سیمه، لکه څنګه چې دمخه وویل شول، له عربی وهابیزم، پنجابي شوینیزم او ایراني فاشیزم سره په سخته مبارزه او جګړه کې ښکېل ده (۶).

عیني واقعيتونو ته که سړی ځیر شي، د رحمان بابا او حمزه بابا د قبرونو الوځول یوازې وچه مذهبي جګړه نه، بلکې په اصل کې د مذهب تر نامه لاندې د سیاسي جګړې سیمه ییزه برخه ده، چې لومړی ټارګیټ یې پښتانه، د پښتنو د مخورو او کلتوري ارزښتونو له منځه وړل دي، د بېلګې په توګه د رحمان بابا زیارت تر هغه چا په بمونو نه و الوځولی، تر هغو چې د دې زیارت بیارغونه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم له خوا وشوه.

ب:تبليغيان

د تبلیغیانو په نوم کومه ډله چې دا مهال مشهوره ده، د دې بنسټ د هندیو حنفي دیوبندي عالم مولانا محمدالیاس د ۱۹۲۰ مېلادي په شاوخوا کې هغه وخت کېښود، چي په هند کې د«شدهي اواریه سماج» په نوم هندو سخت دریځو ډلو په زور او تبلیغ سره هڅه وکړه، څو نوي مسلمان شوي هندوان او هغه مسلمانان، چي یو وخت یې دکورنۍ څوک یې هندو دین ته معتقدوو، بېرته له سره هندو دین ته واړوي، چي په نویمې لسیزې کي یي سترې بریاوې هم وموندي او په لسګونو زره داسې مسلمانان یي هندوان کړل، چي یا نوي مسلمانان شوي وو او یا یو وخت د هغوي پلرونه او یا نیکه ګان هندوان وو. دا لړۍ دومره ګړندۍ وه، چي د هندمسلمانان یې له سختې وارخطايي او خپګان سره مخ کړل، نو د دې لپاره چي مسلمانان پرخپل اسلام ټینګ پاتې شي او د هندو سخت دریځو ډلو تر اغېز لاندي رانه شي، نو په هند کې مسلمانانو پرېکړه وکړه، چي دوی باید یوتحریک شروع کړي، څوله اسلامه ناخبره تش په نوم مسلمانان د اسلام له لومړنیو دیني عقايدو خبر کړي، چي له همدې ځایه د تبلیغیانو په نوم تحریک شروع شو. لومړی د هند په میو قوم کې ډېرکار وکړ، ځکه په همدوی کې له اسلامه ناپوهي تر بل هرقوم ډېره وه او د هند داخلي حالات همداسې وو، چي دې قوم دمختلفولاملونو پر بنا ځان د مسلمان په هویت څرګندول، له همدي امله په اول قدم کې هلته د تبلیغي کسانو پښه ټینګه شوه، ورپسې دا لړۍ د هند نورو برخو ته هم وغزېده، چي د مولاناالیاس تر مرګ وروسته یې ځای د ده زوی ونیواو په همدې وخت کې د دیوبندي فکر ګڼ علماء ورسره یوځای شول او ان له هنده د باندي هم وغزېده، چي دا دی د وخت په تېریدو اوس یو نړۍ وال دیني تحریک دی. بایدووایو، چي د دوی کنټرول اوس هم په هندکې د هغوی له ستر مرکز څخه کېږي، خو دوی په پاکستان (ریونډ) او بنګله دیش کي هم ډېر ملاتړي لري، چي هلته هر کال د دوی لویې غونډې او اجتماعات کېږي او په لکونو انسانان په کې برخه اخلي، له دې سره سره، دوی د نړۍ په نورو هېوادونو کې ملاتړ لري، خو هلته کم دي . د دوی مشران او ډېری ګډونوال د حنفي دیوبندي او په لږه کچه د پنچ پیري فکر پیروان دي. په عمومي ډول په سیاسي چاروکي لاس نه وهي اوځان له سیاسته ګوښی ساتي (۷). خو دوی هم له زیارت اهل قبور سره سخته دښمني لري او صوفیان هم له دوی څخه ډېره کرکه لري.

۲- اهل تشيع:(شعيه ګان):

 شعیه: له چا سره مرستندویه کیدل او یا هم د پيروي کولو په مانا ده. لکه چې وايی: پلاني د پلاني سړي له شعیه (اتباعو) څخه دی. لکه څرنګه چې الزبیدي وايي: هر هغه قام، چې په یوې مسلې سره راټول شي، نو دوی شعیه ګان شول او هر هغه څوک چې له چا مرسته وکړي او د هغه لپاره ګوندیتوب وکړي، نو دی د هغه شعیه دی. د دې کلمې اصل له (المشایعه) څخه دی او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دی. د دې لفظ کارونه د اسلام په لومړي سر کې په خپل اصلي او حقیقي شکل کارول کېده، خو د وخت په تېرېدو سره د عثمان (رضی الله تعالی عنه) تر شهادت وروسته د علي (کرم الله وجهه) او معاویه (رضی الله تعالی عنه) تر منځ د ترینګلتیا په وخت کې دا لفظ د سیاسي موخو لپاره وکارول شو. نو په دې وخت کې به د علي کرم الله وجهه مرستندویو او اتباعو ته د (شعیه علي) او دې ډلې به دا دعوه کوله، چې علي کرم الله وجهه له معاویه (رضی الله تعالی عنه )څخه د خلافت لومړیتوب لري او دی یې وړ دی.

په دې ډول به یې د هغه (رضی الله تعالی عنه) مرسته په جګړو کې کوله. همدارنګه به د معاویه (رضی الله تعالی عنه) شعیه ګانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننګه کوله او معاویه (رضی الله تعالی عنه) به یې د خلافت وړ ګڼلو. اهل سنت او جماعت دا ډله په رافضیانو باندې یادوي. شعیه ګان په دې ګروهه دي، چې د دین واګي او تفسیر او د مسلمانانو د چارو واګي تر پیغمبر وروسته د هغه چا په لاس کې وي، چې څښتن تعالی له لوري ټاکل شوی وي او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونکی دی. دا ډله خلک د امام په نامه یادېږي. د شعیه ګانو لومړنی امام (د دوي په وینا) علي کرم الله وجهه دی. د شعیه ګانو د ګروهو له مخې محمد (صلی الله علیه وسلم) تر خپلې مړینې مخکې په کراتو مراتو د علي (کرم الله وجهه) د ځایناستوب په اړه صحابه وو ته ويلي و. د شعیه ګانو دولس امامان د شعیه ګانو هغه ډله، چې په دولس امامانو ګروهمن دي، د دولس امامي شعیه ګان (شعیه اثنا عشریه) په نامه یادېږي. د شعیه ګانو دولس امامان دا دي:

1.  علي بن ابو طالب(کرم الله وجهه)

2. حسن بن علي(رضی الله تعالی عنه)

3.                        حسین بن علي (رضی الله تعالی عنه)

4.                        علي بن حسین(رضی الله تعالی عنه)

5.                        محمد بن علي(رضی الله تعالی عنه)محمد باقر

6. جعفر بن محمد(جعفر صادق)

7. موسی بن جعفر(موسی کاظم)

8.                        علي بن موسی (رضا)

9.                        محمد بن علي (تقي)

10.                       علي بن محمد(نقي)

11.                        حسن بن علي(حسن عسکري)(۸)

12.                       حجت بن حسن(مهدي)

په پاکستان کې ۲۰٪ شعیه ګان ژوند کوي، چې د پاکستان په څلورو صوبو کې خواره واره دي. په پاکستان کې ډېری شعیه ګان په پنجاب، په دويمه درجه په کراچۍ، په درېيمه درجه کې خیبر پښتونخوا«کرمه،پېښور، کوهاټ، پاړه چنار، هنګو او ډېره اسماعیل خان» او په څلورمه درجه کې د بلوچستان ایالت په کوټه کې شعیه ګان میشته دي، خو دا شعیه ګان بیا په قوم هزاره دي.

په پاکستان کې شعیه ګان تل له اهل تسنن سره ستونزې او شخړې لري، همدا لامل دی، چې کله نا کله د دوی په مذهبي مراسمو کې چاودنې رامنځ ته کېږي او یا هم د اهل تسنن او اهل تشیع ترمنځ وسله والې نښتې رامنځ ته کېږي.

موږ دلته یوازې د څو بېلګو یادونه کوو: د ۲۰۰۶ز کال د فبرورۍ په ۱۰ مه نېټه، د خیبر پښتونخوا د هنګو په ابراهميزي سیمه کې د شعیه او سني تر منځ د توغنديو د بریدونو په پایله کې، شاوخوا ۳۰ تنه شعیه او سني ووژل شول (۹)

همدا ډول، په ۲۰۰۷ز کال د اپریل په ۷مه نېټه، د پاکستان د قبايلي سيمې کرمه ايجنسۍ مرکز پاړه چنار او شاوخوا سيمو کې د جګړو له امله، ۸کسه مړه او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي. دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یوه ډله شعیه ګانو د ښار د جومات په څلور لاري کې د سنیانو پر ضد شعارونه ورکول، چې وروسته پر دوی باندې نامالومو وسله والو ډزې پیل کړې (۱۰)

همدا ډول، د ۲۰۱۰ ز د جولای په ۱۷مه، وسله والو کسانو د کرمه ایجنسۍ په چارخیلو سیمه کې، پر هغه کاډي برید وکړ، چې له پاړه چناره پېښور ته روان و او ټول ولسي شعیه په کې سپاره وو، چې د برید په پایله کې، ۱۸ شعیه ګان ووژل شول (۱۱).

په ورته پېښه، د ۲۰۱۰ ز د سپټمبر په ۴مه، په کوټه کې د شعیه ګانو د یوه لاریون په منځ کې ځانمرګي برید تر سره شو، چې لږ تر لږه ۵۵ شعیه ګان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ کسه نور یې ټپیان کړل؛ د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه واخیسته، برید د فلسطينيانو په ملاتړ د القدس د ملاتړ د مراسمو پرمهال هغه وخت شوی، چې خلک د ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې تېرېدل. د دغې ډلې مشر قاري حسین مسید، له یوه نامالومه ځایه د ټيلې فون پر کرښه ويلي، غړو یې دا برید د هغو سني مذهبه ديني مشرانو په انتقام کې کړی، چې د شیعه ګانو له خوا وژل شوي دي. همدا راز، د پاکستان په ختيځ لاهور ښار کې، د شیعه ګانو د دیني مراسمو پرمهال د ریو هممهاله ورته بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور يې ژوبل کړل. د درېواړو بریدونو پړه د (تحریک طالبان پاکستان) ډلې پر غاړه واخیسته.

بان کي مون ويلي، چې د کوټې ښار او دې ته ورته بریدونه د نه منلو دي. په تېرو درو کلونو کې پاکستان کې د شاوخوا ۳۰۰ بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې، چې ګڼ شمېر یې ځانمرګي وو، تر ۳۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي. دغه بریدونه زیاتره د پاکستاني طالبانو د ډلې، چې له القاعدې شبکې سره نژدې اړيکي لري، ترسره شوي دي. په تازه غبرګونونو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پر شیعه ګانو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. مون په يوه اعلامیه کې ويلي "دا ډول بریدونه چې په قصدي توګه په کې شیعه مسلمانان په نښه کېږي او ولسي وګړي په کې وژل کېږي او يا ټيپان کېږي، د نه منلو دي(۱۲).

د یوه نوي خبر له مخې، د جولای په ۲۰ مه نېټه، د بلوچستان په کوټې ښار کې اته تنه هزاره شعیه وګړي، د نامالومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي، چې له امله په ښار کې لاریونونه ترسره کېږي،دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې ورځې په نښه شویو وژنو پړه د لښکر جنګوي ډلې پر غاړه اخیستې وه، خو د شنبې د ورځې وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې (۱۳).

له ۱۹۸۹ کال راهيسې، پاکستان کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تاوتریخجنو پېښو کې، تر ۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي (۱۴).

د شعیه او سني ترمنځ ستونزې، ټولې سیاسي اړخ لري او دواړه ډلې په سیمه کې له یو لړ ملاتړونو څخه برخمنې دي. د شعیه ګانو په مراسمو باندې د بریدونو پړه تل په پاکستان کې مذهبي پوځي ډلې لکه: لښکر جنګوي، البدر او ....... نور پر غاړه اخلي. داسې ویل کېږي، چې دغه ډلې د ځینو عربي هېوادونو له خوا حمایت کېږي، څو په سیمه کې د اهل تشیع جرړې بیخي له منځه یوسي، ځکه یو لړ عربي هېوادونه د شعیه ګانو له نفوذ څخه وېره لري او د دوی پراختیا د خپلو ګټو لپاره یو ګواښ بولي. دوی ادعا لري، چې ایران د پان ایرانیزم د لاسته راوړلو په پار د مذهب له نامه څخه سیاسي ګټه پورته کوي..بله خوا داسې هم ویل کېږي، هغه ډلې چې پر شعیه ګانو بریدونه ترسره کوي، په آر کې د پاکستان د رسمي مذهبي ګوندونو لکه «جمیعت علمای اسلام، جماعت اسلامي او .......» پوځي ډلې دي، چې دغه ګوندونه یې حمایه کوي او دغه رسمي مذهبي ګوندونه بیا د عربو هېوادونو له خوا تمویلېږي.

په ټوله کې باید وویل شي، چې په پاکستان کې شعیه ګان محکوم وګړي دي او تل ورباندې نامالوم وسله وال بریدونه کوي، په دغو تاوتریخوالو کې له شعیه ګانو ننګه هېڅوک نه کوي، بلکې پوځ او ځايي امنیتي ادارې له سنیانو سره اوږه ورکوي. بله خوا داسې ګونګوسې شته، چې له شعیه ګانو سره ایران مرستې کوي، چې ښه بیلګه یې د پاکستان په خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې د«خانه فرهنګ ایران» دی، چې د ایراني فرهنګ او شعیه ییزم لپاره سیاسي اهداف پرمخ بيايي.

د ځینو کسانو په باور انګریزانو ځکه د سني او شعیه تر منځ جګړه وپنځوله،څو ورته د سعودي عربستان پریمانه پطرول پاتې شي،د سپاه صحابه او لشکر جنګوي مذهبي پوځي تنظیمونه د همدې مقصد لپاره ایجاد شوي دي،لښکر طیبه هم پکې ورګډ دی،چې د سعودي لخوا یې حمایه کیږي.د دوی په مقابل کې سپاه محمد د شعیه ګانو مدافع تنظیم دی،چې د ایران لخوا یې مرسته کیږي،د یادونې وړ ده،چې د شعیه او سني جګړه له پیله تر پایه سیاسي انګیزه لري.

۳- اهل حديث(وهابيان):

وهابیت د سني مذهب په حنبلي څانګه کې یوه نوې نظریه ده، چې بنسټګر یې محمد بن عبدالوهاب (۱۷۹۱-۱۷۰۳) دی. عبدالوهاب د عربستان له سني عالمانو څخه و، نوموړی د ابن تیمه لاروی و او د شيعه او تصوفي افکارو خلاف و. عبدالوهاب یوازې په قران او احادیثو ګروهه درلوده او د خدای د بنده ګانو وسیله کول، له خدای سره شرک او مطلق کفر ګڼلو.

محمد بن عبدالوهاب:

محمد بن عبدالوهاب په ۱۱۱۵ه. ق د نجد په عینيه کې زېږېدلی دی. نوموړي په دمشق کې له حنبلي علماوو ابن تیمه او ابن قیم الجوزیه څخه زده کړې کړي دي.

عبدالوهاب بغداد او بصرې ته سفرونه وکړل او حنبلي مذهب یې بشپړ کړ او له بېرته راتګ سره سم محمد بن سعود یې وهابيتوب ته راوباله، نوموړي دغه بلنه ومنله او دمحمد بن عبدالوهاب افکار یې د خپل حکومت کړنلاره و ګرځوله. سعود د وهابیت د خپرولو لپاره نورو ګاونډو سیمو ته هم د دې نظریې د خپرولو تکل وکړ، په دې لړ کې د ریاض خلکو، تر ډېر مقاومت وروسته دغه نظریه ومنله او د ریاض حکومت هم د سعود لاس ته ورغی.

تر سعود وروسته د هغه زوی عبدالعزیز امارت ته ورسېد، نوموړي هم د وهابیت د خپرولو لپاره ډېرې هڅې او جګړې وکړې. وهابیت په تېرو پنځوسو کلونو کې درباري مذهب اوسېدلی دی، خو په دوی کې سخت دریځه ډله القاعده او سلفیان وده کړې او تر یوه بریده یې د دوی په منځ ګډوډي جوړه کړې ده. کوم وهابیان چې هندوستان، افغانستان او پاکستان کې مېشت دي، د القاعده ډلې اصلي زړي جوړوي او په آر کې د تسنن دیوبندي لارې لارویان دي. او دواړه ډلې عربي وهابیان او دیوبندیان د زیارت او اهل قبور والا له نظریاتو سره سخت مخالفت لري، چې کله کله دوی شخړې د تودو جګړو تر بریده هم خځونې کوي (۱۵).

 په افغانستان کې وهابیت په مشرقي ولایتونو په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې ډېره وده کړې او په دې سیمه کې د وهابیت د خپرولو لپاره یوه مدرسه هم شته.

۴-بريلويان:

دا ډله ځانته اهل سنت والجماعت هم وي او ځانونه سنیان بولي،د دوی مسجدونه هم بیل دي او په نورو جوماتونو کې لمونځ هم نه کوي،ان د ځان لپاره په نړیواله کچه یوه تلویزوني شبکه هم لري. د دوي په جوماتونو باندې ليکل شوي( صلوات وسلام علیک یا رسول الله) او په دعا کې هم دا ټکي کاروي.

بریلویان عقیده لري،چې پیغمبر ص ژوندی دی او هر چېرې حضورلري.دا ډله د جمعې په لمانځه کې د حضرت محمد ص محدح کوي له لمانځه وروسته نعتونه وايي او ژاړي.د دې ډله نښې شنې پګړۍ دي او کله نا کله له نورو مذهبي فرقو سره په شخړو کې ښکیل کیږي.

په پاکستان کې دا ډله ډیر لارویان لري او د جمیعت علمايي پاکستان په نامه یې ډلګۍ یادیږي،چې مشر یې احمد رضا خان بریلوي دی.(۱۶) پر دې سر بیره په پاکستان کې د قادیانیانو او احمدیانو په نامه مذهبي ډلې هم شته،چې ختم نبوت نه مني.

په کراچۍ کې فرقه يي تاوتريخوالی:

کراچۍ د پاکستان په سیند ایالت کې پروت ښار دی او د دغه هېواد یو له سترو ښارونو څخه دی، په کراچۍ ښار کې روان ډله ییز، فرقه ییز او قومي وژونکو شخړو دا مهال په پاکستان کې یو له نه کنټرولېدونکو مسئلو څخه ده، چې د دې هېواد دولت یې له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.

د کراچۍ تاوتریخوالۍ اوږده مخینه لري، خو موږ به ورته په لنډه توګه اشاره وکړو او بیا د کراچۍ ښار اوسنی وضیعت وڅېړو. د کراچۍ ښار د پاکستان یو له ګڼ مېشتو ښارونو څخه دی، چې ټولټال نفوس یې۱۸۰۰۰۰۰ اتلس میلونو ته رسېږي. (۲۰۰۹) په کراچۍ کې ۴۸٪ مهاجر، ۱۵٪ پښتانه، پنجابي، هندکو او سرایکان  ۱۴٪، سیندیان له ۶-۸٪ او بلوڅ ۴٪ دي. همدا ډول په کراچۍ یو شمیر نور ایتنیکي جوړښتونه هم ژوند کوي، لکه عیسویان، هندوان، پارسیان. همدا راز یو لړ بهرني مهاجر لکه افغانان، بنګالیان، برمایان، سیریلانکیان، فیلیپینیان، د مرکزي  اسیااوسیدونکي او ایرانیان هم ژوند کوي )۱۶).

په کراچۍ کې د ستونزې آر له هند څخه را کډه شوي مهاجر دي، چې دوی بیا په خپل وار سره له پښتنو او سیندیانو سره شخړې لري او د دغو شخړو لړۍ هدفي وژنو ته رسیدلې ده. د دې ستونزې لنډ پس منظر داسې دی، چې په کال ۱۹۴۷ز کې ۱۴/۵ میليونه خلک (هندو- مسلمان) جبري مهاجرت ته اړ شول، له دې جملې څخه ۷۲۲۶۰۰۰ مسلمانان د نوي جوړ شوي پاکستان په لور او ۷۲۴۹۰۰۰ هندوان او سکان د هندوستان په لور کډه شول. پاکستان ته له راغلو کډوالو څخه ۵/۵ میليونه خلک پنجاب کې مېشته شول، ۱/۵ میليونه یې د سند ایالت په حیدر اباد، نواب شاه، میر پور خاص، سکر  او کراچۍ په ښاري سیمو کې اباد شول، له دې جملې څخه نژدې ۳۵۰۰۰۰ کډوال د کراچۍ په ښار او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شول، چې په ۱۹۴۷ز کې د کراچۍ نفوس ۴۲۵۰۰۰ تنه شمېرل شوی و، خو اوس ۲۰۱۰ز کال کې د کراچۍ نفوس ١٨ میليونو ته رسېدلی دی. په کراچۍ کې د پښتنو شمېر ۳/۵ یا ۴ میليونو ته رسېږي.

ام کیو ام یا مهاجر قومي مومنټ د نفوذ سیمې دا دي: نظام اباد، عزیز اباد، لیاقت اباد، فیډرالي بي ساحه، نوی کراچۍ او ګلشن اقبال ولسوالۍ. سویلي ولسوالۍ په عنعوي توګه د پاکستان د خلکو د ګوند د نفوذ سیمه ده او په مالیر کې هم پراخ نفوذ لري، د لېړلې سیمه، چې بلوڅ په کې اباد دي هم د دوی نفوذ سیمه ده، په لويدیځه ولسوالۍ کې پښتانه په غوث اکثریت کې اباد دي، هلته عوامي نيشنل پارټۍ پیاوړی نفوذ لري، په ځانګړي ډول د بلدیه، پټان او قصبې په ابادیو کې همدا ډول په مټروویل، سهراب کوټ، بلوڅ کالوني او ګلشن اقبال کالوني کنټرول لري. د راپورونو له مخې په کراچۍ کې له ۱۹۴۷ کال څخه راورسته تر ۲۰۰۹ کاله پورې ۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي. په کراچۍ کې شيعه ګان د ټول پاکستان په کچه ډېر دي او هر وخت له اهل سنت او اهل حدیث سره لانجې لري (۱۷).

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون په یوه رپوټ کې ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په پېښو کې، ۴۹۰ کسان وژل شوي دي (۱۸).

په کراچۍ کې تاوتریخوالی اکثره د مهاجر قومي مومنټ، پیپلز پارټۍ او نشنل عوامي پارټۍ د پلویانو ترمنځ راولاړېږي، د بېلګې په توګه، د جولای په ۱۴مه، په کراچۍ ښار کې هغه مهال لس کسه ووژل شول،کله چې د پیپلز ګوند یوه وزیر ذوالفقار مېرزا د متحده قومي مومنټ د مشر الطاف حسین پر ضد سپکې سپورې وکړې، چې له امله یې د یاد شوي ګوند له خوا د غبرګون د اعلان له امله، په ټول سیند کې مارکیټونه وتړل شول او پر سړکونو د موټرو تګ راتګ بند شو. ذوالفقار مېرزا د عوامي نشنل ګوند د سیند د صوبې د مشر شاهي سید په کور کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې مهاجر قوم هغه چا ته ویل کېږي، چې اردو ژبه وايي، د هغوی رښتینی مشر افاق احمد دی، چې تراوسه په محکمه کې نه دی تورن شوی، نوموړي زیاته کړه،که افاق احمد په جرمونو ککړ دی، خراب دی، بدمعاش دی او د ولس په وژنه کې ککړ دی، نو د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین تر افاقه سل ځلې زیات دی (۱۹).

له پورتنیو څرګندونو څخه داسې برېښي، چې په کراچۍ کې د بحران اصلي لامل ام کیو ام یا متحده قومي مومنټ دی، د یادونې وړ ده، چې د ام کیو ام حقیقي (مهاجر قومي مومنټ) په نامه یو بل ګوند هم شته، خو هغه ګوند په تاوتریخوالي کې ښکېل نه دی.

ام کیو ام له هغه مهاله د کراچۍ نا امنیو ته ملا تړلې، کله چې د پیپلز پارټۍ له خوا په کراچۍ کې د ټاکنو مرکزونه په شپږو مرکزونه واوښتل او د مشرف بلدیاتي نظام ته یې د پای ټکی کېښود. په دې توګه په کراچۍ کې د ام. کیو. ام. رايې لږې شوې او دا د ام کیو ام لپاره د نه زغملو خبره ده. د مشرف پر مهال ام کیو ام په کراچۍ کې بلدیاتي نظام پلوي و، نو ځکه له هغه مهال څخه تر اوسه په مرکزي پارلمان کې د ام کیو ام څوکۍ د نورو ګوندونو په پرتله زیاتې وختې، ځکه نو کله کله په پیپلز پارټۍ باندې د فشار راوړلو لپاره له ایتلاف نه وځي او کله بېرته ورته راځي.

ام کيو ام يا متحده قومي مومنټ(خوځښت):

دا د مهاجرو ګوند دی، چې په ډله ییزه توګه په سند کې ځای پر ځای شوی دی. د ګوند ډېر غړي یې له منځني او بیوزلي پاړکي سره تړاو لري. په سند کې د مهاجرو بډایه وګړي او سوداګر له ګوند سره مرسته کوي. د پخواني لومړي وزیر ذوالفقارعلي بوټو د تګلارو د عکس العمل په توګه، چې غوښتل یې د توکمیز توپېر مخه ونیسي، د مهاجرو زده کوونکو خوځښت په ۱۹۷۰ز کې پر سیاسي ګوند واوښت. دا د مهاجرو ملي غورځنګ دی، چې خپل نوم یې متحده قومي مومنټ ته واړاوه او په سند کې د پیپل پارټۍ د هڅو د مخنیوي په موخه یې له جنرال ضیاءالحق څخه، ډېرې مرستې ترلاسه کړې.

ځینې وايي، دا یو سیاسي ترهګر جوړښت دی، چې نژادي موخې لري، دا ګوند هغه وخت له داخلي ستونزو سره مخ شو، کله چې آفاق احمد خان او آمیر خان په ۱۹۹۲ز کې ترې جلا شول او ځان ته یې د مهاجرو رښتېنی ملي حرکت MQM په نوم بل ګوند جوړ کړ. الطاف حسین د ۱۹۹۷ز د اګسټ پر اوولسمه د متحده قومي مومنټ مشري ترلاسه کړه.

الطاف حسین چې خپل ګوند له لندن څخه رهبري کوي، د سند په ښارونو او په ځانګړي توګه په کراچۍ او حیدرآباد کې د واک او نفوذ د پیدا کولو په خاطر له جلا شوي څانګې سره په خونړیو جګړو لاس پورې کړ، آن تر دې چې په ۱۹۹۷ – ۱۹۹۸ ز کلونو کې حکومت اړ شو، څو د دوی ترمنځ مداخله وکړي. د الطاف حسین ډلې په دغه ترهګره جګړه کې خپل یو شمېر کدرونه او فعاله غړي له لاسه ورکړل، له همدغه مهاله یې په سوله ییزو هڅو لاس پورې کړ. په دغه موده کې ورسره پوځ د پام وړ مرستې وکړې. متحده قومي مومنټ داسې انګیري، چې دا به په پاکستان کې درېیم ځواک وي، خو په حقیقت کې د سند او پنجاب د یو څو سیمو څخه پرته داسې ولسي ملاتړ نه لري، چې حساب دې پرې وشي. په تېرو ټولټاکنو کې یې بریاوې درلودې او په سند کې یې درېیم مقام ترلاسه کړی و، خو د هېواد په کچه یې لاسته راوړنې د حساب وړ نه وې. یوازې یې ۱۷ څوکۍ ګټلې وې. له همدغه بریالیتوب څخه د ګوند اغیز او نفوذ څرګندېږي. په پخواني پارلمان کې یې تر ړنګېدو وړاندې، ۱۲ څوکۍ درلودې او په سند کې یې د مسلم لیګ ( ن) سره په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړی و. دا مهال متحده قومي مومنټ د پاکستان په پارلمان کې څلورم ځواکمن ګوند دی او ۲۵سیټه لري (٢٠).

داسې ویل کېږي، چې ام کیو ام په کراچۍ کې روان بحران ته د پوځ په ملاتړ لمن وهي او پوځ غواړي، مرکزي حکومت کمزوری کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د اګسټ په ۲۲مې نېټې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني کراچۍ ته ورسید او هلته یې یو شمېر پوځیان ځای پر ځای کړل، څو وروسته تري  په عملیاتو کې کار واخلي.

داسې هم ویل کېږي، چې ام کیو ام د خپلو بې لايسنسو وسلو  رانیولو لپاره په کراچۍ کې له عامه هټیوالو څخه د بتې په نامه مالیه اخلي او د قاچاق له لارې هم څه بودیجه ترلاسه کوي، خو ستر ډونر یې بهر مېشتی مشر الطاف حسین دی. داسې ګونګوسې هم شته، چې ځېنې بهرنۍ کړۍ د کراچۍ په بحران کې لاس لري، چې په دې توګه غواړي، مرکزي حکومت کمزوری کړي او په عین حال کې ام کیو ام تمه لري، څو کراچۍ د ځان لپاره د یوه جلا کورواکه ایالت په توګه رامنځ ته کړي. په همدې حال کې تېره ورځ ذوالفقار مېرزا د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزیر رحمان ملک ويلي، چې که موږ د کراچۍ د پېښې عاملین ونیسو، نو پوځ او ای. ایس. ای به زموږ د حکومت تخته پورته کړي. له بلې خوا مېرزا هم ويلي، چې د هدفي وژنو څو عاملین د حکومت له خوا ونیول شول، خو بېرته د رحمان ملک له خوا خوشې کړای شول.

په دې توګه په کراچۍ کې ګوندي او فرقه يي تاوتریخوالی او همدا ډول په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو دود او کلتور د له منځه وړلو لپاره هڅې هغه مسئلې دي، چې په سیمې هم اغیز کوي،تر دې بریده چې مونږ وینو نو په دواړه (خیبر پښتونخوا مذهبي کړکیچ- کراچۍ فرقه یي کړکیچ) لوبو کې تر نورو ایتنیکي جوړښتونو پښتانه ډېر زیانمن دي. په دواړه لوبو کې سیمه ییزې ستونزې نورې هم زیاتېږي. په مذهبي تاوتریخوالو کې د مذهب تر نامه سیاسي شونیزم ته لار پرانېستل دي، چې نه یوازې سیمې باندې ناوړه اغېزې کوي،بلکې د سیمې د مسلمانو پرګنو ترمنځ د ورورګلوۍ چاپیریال تس نس کېږي. په ورته بڼه په کراچۍ قومي او ګوندي شخړې د قوم او ګوند له نامه څخه ناوړه استفاده کیدنه ده، چې ولسي بې ګناه وګړي په کې زیانمن کېږي او پرته له څو محدودو ډلو څخه نور هېچاته یې ګټه نه رسېږي او همدا ډلې دي، چې له دغو لوبو څخه پل جوړوي او د سیاست واګي ته پرې خېژي، په داسې حال کې، چې هېڅ سیاست په دې نه ارزي، چې د یوه بشر وینه پرې تویه شي.

 

سرچينې:

 

1- http://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%B3%D9%86%DB%8C

 

-2 اریینزی، احسان الله، پاکستان،سیمه ییز مطالعات،۱۳۸۹ ل، درېیمه ګڼه، د افغانستان دسیمه ییزو مطالعاتو مرکز، ۱۷۹مخ.

۳-http://lokrana.bloguna.tolafghan.com/posts/9535

- د حمزه بابا پر مزار وسله والو بريد کړی:بي بي سي، شنبه، زمری،۱

۵-http://zhound.blogfa.com/post-18.aspx

6-http://zhound.blogfa.com/post-18.aspx

۷-http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php

8- http://spesaly-armaan.blogsky.com/1387/02/01/post-20/

۹-. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/02/060210_hango-killing.shtml

۱۰http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/04/070407_parachinar_battle.shtml

http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/07/100717_pak 11-ling.shtml

12-ttp://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/09/100904_hh-quetta-blast.sht

13- تاند، پښتو ويب پاڼه، جولای ۱۹مه.

14- http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/07/100717_pak-killing.shtml

 

15- http://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%87%D8%A7%D8%A8%DB%8C%D8%AA

١٦ -http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6899&sid=79248c1834ce53e0e79523d2ab306999

-17 Dawn31,8,2010,Conflicted crachi,by Nadim Parach -

.

18- وزیري، عبدالرشید، په کراچۍ کې د شخړو عوامل او ښکیل لوري، سیمه ییز مطالعات، ۱۳۸۸، څلورمه ګڼه،۲۲-۳۹ مخ.

19- http://www.mashaalradio.com/content/article/24259649.html

-20http://www.mashaalradio.com/content/article/24265501.html

21- حبیب زوی، عبدالرحمان، په پاکستان کې د واک جوړښت او سرچینې، د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د هندو پاکستان انسټیټوټ، ۳۵مخ.

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.