Lokrana

پوهاند زيور ځیږ پښتون و!

16.07.2011 06:18

پوهاند زیور ځیږ پښتون و:څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی

په ډیرې خواشینۍ سره مې د خپل فرهنګپال استاد پوهاند زیور الدین زیور د مړینې خبر واوريد.زه او زما بلاګ د استاد مړینه د ګران افانستان په فرهنګي او ملي ډګر کې ستره ضایعه ګڼو او لوی خدای ج دې د ده کورنۍ په په ځانګړي توګه ډاکټر صاحب زرغونې،افغان ولس او د لوی ننګرهار  اوسیدونکو ته  د زړه صبر او زغم ورکړي او زه  د ده ټولو دوستانو ته د زړه له تله تسلیت او خواږي وړاندې کوم،له بده مرغه،چې زما ملګرو زه د استاد په مړینه نه یم خبر کړی،کنه د جنازې او فاتحې مراسمو ته به هرومرو تلم.داکټر صاحب زیور په ماسټرۍ کې زما استاد پاتې شوی و،ده به تر رسمي زده کړو زیات د پښتنو په یوالي،د پښتنو په بدمرغیو او ناخوالو خبرې کولې او په ډیر احساساتو به راتله،چې د ده د ځیږتوب زبات دی.استاد زیور نه یواازې دا چې پښتو ژبې ته ډیر اثار ور ډالۍ کړي دي،بلکې په عمل دی خپل هنر ته ژمن و او په عملي ډګر کې یې د پښتنو د سر لوړي او یوالي چيغې یې وهلې!

ډاکټر صاحب زیور به تل په ټولګي کې دا شعر وایه!

که هر څو یې سمومه نه سمیږي

پښتانه دي د ګږو تیګو دیوال

لوی استادزیور صاحب روح دې ښاد وي

په درنښت

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.