Lokrana

د خواششینی او ډاډګیرنې پیغام

13.07.2011 07:56

زه او زما بلاک (لوکرنا)د افغانستان د ولسمشر د ورور او د کندهار  د ولایتي شورا مشر احمد ولي خان کرزي ناځوانه او بې ننګه وژنه په سختو ټکو غندي او د نوموړي کورنۍ او ټول افغان ملت ته ددغه ناورین ډاډګیرنه ورکوي. دا ستره نه رغیدونکي ضیاع ګڼي او دا وژنه په بشپړه توګه ټارګیټ کیلنګ ګڼو،چې د پښتنو د نفوذ لرونکو مشرانو  د له منځه وړلو لپاره د لویو ځواکونو او کورنیو غلامانو دسیسه ګڼو.

د ارواښاد روح دې ښاد وي

څېړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی

د لوکرانا بلاک مسول

عبدالرحمان حبیب زوی 27.05.2013 09:22

ګران فکري ته سلامونه او درناوی!
هيله مند يم روغ جوړ او خوشاله واوسې!
لومړي په کار وه دا پوښتنه دې له هغو چارواکو څخه کړې وای،چې دا مهال په حکومت کې د پښتنو پر سر دلالي کوي.خو په هر حال الفت صاحب وايي: خلک يې په کولو باندې ښاغلي دي، زه يې په ويلو ګناهګار شومه.ټوله ستونزه په مونږ ده،په تېرو دولسو کالو کې مو یو مشر ونه وموند،چې مونږ پرې راټول شوي وای،دا خلک خو داسې مشران لري،چې د ۱۱۴کسانو قاتل په خپل کور کې ساتي.دوی مشر لري زه او ته یو بل د سپیانو په څېر خورو.
یو د طالب په نوم بل د ډيموکرات په یو دبل غوښو ته تږي يو،خو دوی خپل هر شډل،غل،لوټمار،لوطتي،حرمونۍ د پرديو جاسوس په خپل غېږ کې رانیسي او د خپل قدرت د بقا لپاره کار کوي. نور نو څه وايم خپله پوه سه زړګيه
ښاد او مېړنۍ واوسې
ستا ورور
څېړندوی عبدالرحمان حبیب زوی
کابل
شېر پور

اسدالله فکري 26.05.2013 13:21

دا د ارزګان د ۱۲۴ ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو قاتل هزاره توکمی چې د خلیلي مرتد لخوا خوشې کړای شو ولې نه نیول کیږي او محکمې ته نه سپارل کیږي،

اوونۍسهاکه 16.07.2011 06:22

زما قدرمنه وروره!
زه ستا او حبیب زوی تر منځ مخاطبه نه کوم،خو دومره پوهیږم،چې ته تر اوسه په الف کې یې او حبیب زوی په ي کې ویناوې کوي،نو ځکه ته او هغه د پرتلنه وړ نه يی!دویمه خبره دا ده که ته یوازې انسان یی پښتنون یا کوم بل څوک نه یې،نو مهرباني وکړه هغه سروې وګوره،چې ور کې ویل شوي،چې په کندهار کې هره ورځ په منځنۍ کچه دوه قومي مشران او دیني عالمان وژل کیږي،نه د شورا یې نظار کسان.
بله دا چې پرته له داود،شاه جهان نوري او کاظم الا یار نه ته ماته داسې کوم بل تاجک وښيه،چې د طالبانو لخوا وژل شوي وي،بیا هم زه د هر انسان وژنه غندم که هغه له هر ټبر نه وي.خو ته لږ ګریوان ته سر ټیټ کړې،حاجي قدیر،خاک ریزوال،خان محمد مجاهد،احمد ولي کرزی،د لوګر والي عبدالله وردګ وژنې او داسې په لسګونه نور،نو ولې بیا ته د عقل ړوند یې؟ دوی زیات مړه شوي که پښتانه؟هغه خو لا پریږده،چې د جهاد او یا هم په پاکستان کې د پښتنو مخورو او مجاهدینو د وژنو لپاره ای ایس ای څومره بیګانه پښتانه په یو نامه او بل نامه ووژل؟
دا اوس چې د امریکا،نړیواله ټولنه او نورو ډلو لخوا د پښتنو جینو سايت «ټول وژنه» دوام لري ولې غلی یې؟دا چې د پښتون ضد جګړه مارو د استخباراتو او ترجمانانو په وسیله یوازې د پښتنو کورونه بمبارد کیږي،دا چې پښتنو ته بې سترې اړوي او ورباندې بیلا بیلې لوبې تر سره کیږي دا څوک کوي؟دا چې ستا معصوم ماشوم ځانمرګي ته روزي ته پرې خوشاله کیږي،دا چې ستا قومي مخور له منځه ځي ته پرې خوشاله کیږې،نو!
که چیرې ته پښتون یې چې د پښتنو په وژنو من من غوښه اخلې،نو خدای دې تا هم مردار کړي.ځکه وطن د تا غوندې کسانو لخوا داسې شو،چې یو د بل وینو ته تږي او وږي یی

عمران 13.07.2011 20:06

دا رښتيا هم ډيره ناځوان مردانه وژنه وه ، ډير غول يي وخوړل چي مردار سو
دی بايد داسي ژر نه واي مردار سوی، ځکه يو څو کندهاريان لا ژوندي پاتي ول، په کار وو چي هغوي يي له مخه کړي واي.
دايي ډير د ناځوانه چم وکی چي مردار سو.
ځه خداي دي په تاترين دوزخ کي واچوي ، د کاناډايانو او امريکايانو تالي څټی.
ـــــــــــــــــــــ
د حبيب کاکو زويه ! ستاهم دايوه خبره د انتقاد وړده ، چي وايي، يوازي پښتانه مشران وژل کيږي ،ولي يوڅو ورځې مخکي دي جنرال داؤد بيا هير سو؟ ناځوانه!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.