Lokrana

څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی: شاغاصي کلا چېرته ده

11.07.2011 06:57

څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی:  شاغاصي کلا چېرته ده

په دغه نامه دوې کلا ګانې مونږ لرو،چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده،چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده.

د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو کې شاغاصي یو ډول نظامي رتبه او منصب و. د ډیرو خلکو په آند کومه کیسه،چې د غې کلا په اړه رامنځ ته شوې  هغه همدا د لوګر شاغاصي کلا ده،البته دا ولسي روایت دی او مونږ  تر دې مهاله لیکنیز تاریخي مواد په دې اړه په لاس کې نه لرو،خو یوه په زړه پورې ولسي کسه ییزه بدله را پاتې ده،چې د دې کلا کیسه راته کوي«شا اودرامانه زوروه- دشاه غاصي کلا دې ولې ورانوله».شاغاصي کلا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ پورک سیمې ته څیرمه پرته ده.په لوګر کې د کلا (قلعه)کارونه د کلي Village په مفهوم کاریږي.

داسې ویل کیږي،چې یو مهال دا کلا د امیر عبدالرحمان خان په امر  ورانه شوې ده،چې بیا مشهوره سندره(شاه عبدالرحمان زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله) پرې جوړه شوه.

.کیسه داسې ده،چې ویل کیږي د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د دې سیمې یانې د لوګر پورک ته څیرمه یو کس چې شاغاصي یې باله د امیر په دربار کې لوړپوړی چارواکی(شاغاصي) و.له ورځو نه یوه ورځ د امیر او شاغاصي تر منځ په خبرو کې لفظي شخړه راغله،نو لکه څنګه،چې امیرعبدالرحمان خان زورور او په ځیل ولاړ واکمن  و،شاغاصي یې د توپ خولې کې وتاړه  او وې   واژه او د ده کور یې،چې په«شاغاصي» کلا مشهوره وه،په توپونو والوځوله او په بشپړه توګه یې ورانه کړه،چې وروسته پرې خلکو دا بدله جوړه کړه:

شاهي رمانه زوروره د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله  --  شاهي رمانه

د شاغاصي تر غړک ځار سم --                                 شاهي ر مانه

لکه زمرک په خندا توپ په لوري  ځینه            --              شاهي   رمانه

شاه اودرامانه(عبدالرحمانه) زوروه--  د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله

شاهي رمانه

د شاغاصي هیبتي غږ سو   --                                    شاهي رمانه

شاهي رمانه زوروه مرګی مې فخر بې ننګي نه قبلومه --       شاهي رمانه

شاه اودرمانه زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله--         شاهي رمانه

دا دردونکې سندره د هیواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا لخوا په ډیره خوږه ژبه ویله شوې ده. زما دا هیله ده،چې د دې کیسې او د دې بدلې په اړه په راتلونکي کې کره مالوت وړاندې شي او د دې کلا اصلي تثبیت څرګند شي.

habibzui 13.12.2011 08:34

ګرانه او زړه ته را نږدې نثار صمده!
زمونږ د دې خاورې هر لویشته له کیسو او افسانو ډکه ده او دا زمونږ او ستاسې دنده ده،چې د دې خاورې او د خپلو سیمو تاریخي واقیعتونه رابربنډ کړو!له تانه هم مننه کوموچې نوموړې کلا په اړه دې زما مالومات نور هم اضافه کړل.
ستا ورور
څېړندوی عبدالرحمان حبیب زوی

habibzui 13.12.2011 06:41

ګرانه او زړه ته را نږدې نثار صمده!
زمونږ د دې خاورې هر لویشته له کیسو او افسانو ډکه ده او دا زمونږ او ستاسې دنده ده،چې د دې خاورې او د خپلو سیمو تاریخي واقیعتونه رابربنډ کړو!له تانه هم مننه کوموچې نوموړې کلا په اړه دې زما مالومات نور هم اضافه کړل.
ستا ورور
څېړندوی عبدالرحمان حبیب زوی

نثاراحمد ستانکزي 12.12.2011 13:21

د کومي کلا یادونه یی چي کړي ده زه هم د همدي کلا یم پدي کلا کی ۵ قوم اوجود لري چه عبارت دي له ستانکزي ، باریکزي، نیازي، چلوزي ، احمدزي زیات چي دي باریکزي او ستانکزي دي . تقریبا د ۸۰ په شااوخواکي په کورونه دي یو مسجد لري چه هغه هم د کلی په منځ کی دي مخور او سپین ژیري خلک په کي موجود دي . او هم شورا لري چه خپل مشکلا د شورا له لاري حلوي . تعلیمي سطحی یی هم لوړه ده تقریبا ۸۰ په ۱۰۰ کی یی خلکو تعلیم کړي دي.
او په اخر کي زه زیات مننه کو م له هغه چا څخه چي د دغي تاریخي کلا تاریخچه یی خپلو وطنوالو ته بیان کړي ده .
وسلام
نثاراحمد ستانکزي د شاغاسی کلا اوسیدونکي

قادرشاه 13.07.2011 15:30

ډیره ښایسته لیکنه او ښه تاریخي مالومات دي، په ځانګړي توګه د هغه کسانو لپاره چې فرهاد دریا سندره اوري خو د شاغاصي په مانا نه پوهیږي.
مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.