Lokrana

لوګرۍ موسیقي

15.05.2010 05:34

 

دا لیکنه( د افغاني موسیقي وده،بډاینه او پراختیا) په یو ورځني سیمنار کې لوستل شوې ده،چې د ختیځو لیکوالو د ټولنې لخوا د وري په ۳۱مه  د سې شنې په ورڅ جوړ شوی و.

لوګرۍ موسيقي

    عبدالرحمان حبيب زوی

 

په کټ کې پروت یمه رنځور شاه خوبانه

یو ځل په ماسه مهربانه

راوړه ملهم د لبو

¨¨¨¨

ستا په فرقت کې همیش سوی په انګاریمه

جانانه راسه ډیر نا کرار یمه

ښکلې دلبر مې ته ېې

د زړګي سر مې ته ېې

بې له تا یاره له ژوندون  څخه بیزار یمه

ډیر نا کرار یمه

استاد دوری  لوګری

سريزه:

موسیقي،خوږ غږ،ښه شعر،ښکلا پر هر انسان ښه لږیږي او اغیز پرې کوي .د بشري ټولنې په هره پوړۍ کې که انسانان وږي،تږي وي او یا له نورو بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان هم وي خو بیا هم موسیقي اوري او ورڅخه خوند اخلي.همدا موسیقي ده چې اندیښنو ځپلیو وګړو ته د ښه او نیکمرغه سبا د هیلو ډیوې بلوي او انسانانو ته اروایی او فزیکي هوساینه وربښي.

د موسیقۍ په هکله داکټر یوسف قرضاوي لیکي:« که وګورو نو وینو، سندرې خوښول او د خواږه غږ د اوریدلو په وخت کې خوښي څرګندول تقریبآ انساني غریزه ده او دبشري فطرت غوښتنه ده،تر دې چې وینو یو کوچنی چې په زانګو کې ژاړي لاس او پښې غورځوي،خو د خواږه غږ په اوریدلو چپ شي او خواږه غږ ته غوږ شي.همدا لامل دی چې مورګانې تل خپلو ماشومانو د کرارولو لپاره ورته خوږې خوږې کسه ییزې سندرې بولي.علامه قرضاوي زیاتوي چې موسیقي د زړونو د دردونو علاج او زړونه له ناروغیواوستړیا او غمونو څخه ژغوري.سندرې د غوږونو خوند دی چې ارواخوښوي،تاندوي یې،ستړیا یې لرې کوي،څرنګه چې لذت لرونکي خواړه او خوندوره  میوه معدې ته خوند ورکوي.هماغه ډول چې ښه بوي د شامې حس راپاروي او پوزې ته خوند ورکوي،همدا ډول موسیقي غوږونو ته خوند او د انسان عصابو ته هوساینه او ارامي وربښي.» (۱)

خبره را څخه اوږده نه شي موسیقي یوه پوهه ده یوه دنیا ده یو ګړنیز کولتور دی چې د هرې ټولنې له پیدایښت سره راټوکیدلې ده.پر ده باندې کار کول او بیلا بیل اړخونه یې څیړل د یوې مقالې څه چې د کتابونه له حوصلې څخه وتلې چاره ده.

زما د لیکنې آرموخه د هیواد د دودیزو موسیقیو له ډلې څخه پر لوګرۍ موسیقي څرخي. لو ګرۍ موسیقي  هغه موسیقي ده،چې  د لومړي ځل لپاره ېې په تصادفي توګه د موسیقۍ یو ځانګړی مکتب رامنځ ته کړ،چې دا مهال په افغانستان سیمه او آن نړۍ کې له پراخ شهرت څخه برخمنه ده او ډیر مینوال لري.د دې  موسیقۍ په اړه مصطفی جهاد چې د (د ګلو ځولۍ«د معاصرې افغاني موسیقۍ د هنرمندانو لومړنی تذکره له یوې لنډې تاریخچې سره») د کتاب مولف دی په خپل کتاب کې د روهینا له خولې  داسې وايي: « که اجازه وي ،چې د موسیقۍ پراخه نړۍ او د هغې نړیوال حدود په خصوصي واحدونو او ساحو ووشیو او دا ساحې لا هم پسې وړې کړو،نو هغه وخت حق لرو،چې ووایو،د هغو موسیقیو په لړ کې،چې زمونږ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې دود دي او یا هم د راډیو د څپو له لارې اوریدل کیږي ،لوګرۍ موسیقي د اصیلې افغاني موسیقي په توګه خاص اصالت او نوعیت لري او کولی شي، چې زمونږ د ملي موسیقۍښه څرګندویه وبلل شي؛ځکه دا موسیقي خورا زیات مستي،شور،غورځنګ او خاص افغاني ریتم او آهنګ لري،نو ډیر لږ ېې په نورو موسیقیو کې ساری موندلی شو.» (۲)

 لکه څنګه چې د ګران هیواد په تاریخ کې موسیقي،شعر او انځور ګري لرغونی شالید لري په ځانګړي توګه سیمه ییزه او دودیزه موسیقي.پورتنیو ځانګړنو او ارزښتونو ته په کتو سره په دغه لیکنه کې به لاندنیو موضوګانو باندې خبرې اترې وشي:

 

  • د لوګرۍ موسيقي تاريخي شاليد
  • له نورو دوديزو موسيقيو سره د لوګرۍ موسيقي توپير او ځانګړنې
  • د لوګر وتلي سندرغاړي او سازغږونکي
  • استاد دوری،استاد سلام او استاد بيلتون او لوګری موسيقي
  • وړانديزونه
  • سرچينې

تاريخي شاليد:

که  څه هم د لوګر د سیمې دودیزې موسیقۍ ته شالید یا نیټه ټاکل ګرانه بریښي او هغه ځکه چې هر قوم او هره سیمه له را پنځیدو سره کولتور،موسیقي،فولکور،ادب او هنري ارزښتونه لري، په ځانګړي توګه شرقي هیوادونه چې په نړۍ کې د بډایه کولتور لرونکي هیوادونو په توګه پیژندل کیږي.په همدې توګه لوګر هم ترتاریخ وړاندې او له تاریخ وروسته موسیقي،سندرې،شعر او ادب درلوده او اوس یې هم لري،خو هغه لوګرۍ موسیقي چې دا مهال په افغانستان سیمه او ان نړۍ کې شهرت موندلی او د موسیقۍ د یو ځانګړي سبک په توګه پیژندل کیږي ؛معاصر تاریخ یې د افغان انګلیس له دریمې جګړې(۱۹۱۹) څخه وروسته پیلیږي او د دې ځانګړې موسیقي بنسټګر او پنځونکی استاد دوری لوګری دی. تر  استاد دوري  وړاندې  هم  دوه وتلي او پیاوړي  استادان  جمال او کمال و،چې د لوګرۍ موسیقي پخواني خښتې ایښودونکي ېې ګڼلی شو،خو چا چې لوګرۍ موسیقۍ ته  نوی رنګ او خوند ورکړ او د لومړي  ځل لپاره یې  د میډیا له لارې  افغانستان او سیمې  کې دغه موسیقۍ مشهوره کړه،هغه استاد دوری   لوګری  و.

استاد دوری لوګری (دور محمد) د لوګر په سیمه ییزه موسیقي هغه وتلې څیره ده ،چې په ناببره توګه او پرته له کومو زده کړوېې  داسې خوندوره،مسته او سندریزه موسیقي وپنځلوله، چې آزانګې یې له افغانستان نه بهر امریکا،جرمني،فرانسه،کاناډا،چین،یوګوسلاویا،هند،پاکستان،تاجکستان او ازبکستان او ځینې نورو هیوادونو ته ورسیدې.یو مهال په افغانستان کې داسې هڅه کیدله چې لوګرۍ موسیقي دې د ملي موسیقۍ په توګه ومنل شي.

دا چې دوري لوګري د لوګرۍ موسیقي بنسټ څنګه کیښود دا به دده له زوی استاد سلام لوګري څخه وارو:استاد سلام وايي:زما پلار دوري داسې کیسه کوله:«زه (دوری) د غازي امان الله خان په وخت کې په لوګر کې له یوه حکمران سره چې پاچا میرخان نومیده عسکر وم.پاچا میر خان له لوګر څخه هزاره جاتو ته تبدیل شو او زه هم ورسره لاړم.په هزاره جاتو کې زما نابلدي،مسافري،ساړه او ځینو نورو ستونزو دې ته اړ کړم چې خپلې څو شیبې د سندرو او تولې په غږولو خوښې  تیر کړم.

او همالته مې په هزاره جاتو کې له یوه لرګي او تار څخه داسې د موسیقي اله جوړه کړه چې غیجاری یې کوه او وروسته ما خپله پرې غیجک (سرینده) نوم کیښوده او له دې  سره مې خپل سات تیراوه.کله چې سقاوي واکمنۍ ټینګه شوه نو ما عسکري پریښوده او ایران ته کډوال شوم.ایران کې مې درې نور ملګري  کمال،جمال او شمس الدین  سره  یوځای اوسیدم ،چې دا ملګري مې  وروسته د موسیقۍ وتلي استادان  شول او هلته مو په ایران کې د مسافرۍ شپې او ورځې د موسیقۍ په غږولو تیرولې په کرار کرار له موسیقۍ سره مې مینه او لیوالتیا پیدا شوه.کله چې بیرته کابل ته له خپلو ملګرو سره راغلم نو د موسیقۍ د الاتو د غږولو لپاره د کابل په خرابات کوڅه کې له استاد حبیب الله راجو سره مې شاګردي پیل کړه او تر لږې زده کړې وروسته خپل کلي ته ستون شوم.په کلي کې یوه زوړ سپین ږیري افسانه ویونکي سړي چې بابا میرک نومیده مونږ ته له ټیکیو سره کیسې کولې نو ما او زما ملګرو به دا کیسې د موسیقۍ په سورو تال کې بدرګه کولې او ما به ددې ډلې استادي کوله هماغه و، چې ډیر ژر په کلي او ولس کې مشهور شوم .لومړنی سندریز بنډار مې د کابل په خیر اباد سیمه کې وکړ چې ډیر وستایل شوم او د هغه مهال ۴۰افغانۍ شکرانه راته راکړل شوه.له دې وروسته زما د مست موسیقۍ بنډار اوازې په ټول افغانستان کې خپرې شوې تر دې چې د علیحضرت محمد ظاهر شاه پاچا د واکمنۍ پرمهال راډیو افغانستان راته د کار کولو بلنه راکړه.»(۳)

دا وو د استاد دوري لوګري د موسیقي پیل.استاد دوری لوګری د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې زیږدلی دی،او د ۷۰کلن عمر ډیره برخه یې د لوګر د موسیقي په غوړولو،د نویو موسیقي جوړښتونو او ځانګړو سندرو په رامنځ ته کولو کې لږولې ده.په پایله کې استاد دوری لوګری د ۷۰کالونو په عمر د لوګر په ملا امان سیمه کې د روسانو لخوا په شهادت ورسید.

استاد دوري   لوګري ته  د خپلو بې ساریو چوپړونو په لړ کې خپلې خاورې او خوږې افغانۍ موسیقۍ لپاره یې لاندني شاګردان وروزل:

  1. استاد بیلتون
  2. استاد سلام لوګری
  3. سیدګل لوګری
  4. تازه ګل
  5. حبیب الله
  6. مرزاګل
  7. شیری غزنوي.(۳)

د استاد په دې اوه شاګردانو کې چا چې د لوګرۍ موسیقي په پښتو او دري خوږو سندروشتمنه کړې او ددې موسیقۍ شمله  یې اوچته ساتلې او ورکې یې هر اړخیز پرمختګونه رامنځ ته کړي هغه استاد بیلتون او سلام لوګری دی،چې وروسته به په دواړو باندې وغیږو

له نورو دوديزو موسيقيو سره د لوګرۍ موسيقي توپير او ځانګړنې:

په دغه برخه کې لوګرۍ موسیقي ته  له دوو څانګو څخه کتنه کوو:۱-ساز(ټنګ ټکور) ۲-سندرې او شعر.

په ټولیزه توګه لوګرۍ موسیقي د خپل مست او زړه راښکونکي ساز له کبله د هیواد له شمال او ختیځو موسیقیو سره خورا توپیر لري ،دا توپیر به د لوګرۍ سریندې څخه پیلوه

۱- سرينده:

 لوګرۍ سریندې غږول چې د لوګر خپله پنځونه ده او همدغه آله د لوګرۍ موسیقي د مستوالي او د غزل د ویلو لپاره د آرام او زړه بوږنونکي ساز وسیله ګرځیدلې ده او  د دغې موسیقۍ خوند یې نور هم وزیات کړی دی.سرینده په نورو دودیزو او آن نړیوالو موسیقیو شته ده چې ویلون ورته وايي،خو لوګرۍ سرینده د غږ او جوړښت له پلوه خورا توپیر لري او د لوګرۍ موسیقۍ له سترو ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي چې لوګرۍ موسیقي  یې له نورو دودیزو موسیقیو نه جلا کړې ده.دلوګرۍ سریندې غږ چې هر اوریدونکی واوري نو دا پوښتنه به ورته په ذهن کې وګرځي چې څنګه دا دومره اوچت غږ پرته له بریښنا څخه له دې وړوکي څیز څخه پورته کیږي او یا هم لوګرۍ موسیقي هنري ارزښت ته قایلیږي 

په دودیزه موسیقۍ کې لوګرۍ سرینده داسې ده لکه په شمالي موسیقي کې دمبوره چې پرته له هماغو سیمه ییزو خلکو څخه بل څوک یې نه شي غږولی ځکه چې لوګرۍ سرینده د نورو موسیقي الاتو په څیر سازمان ورکړل شوې  آله نه ده چې د څو سورونو په اجرا کولو سره هر څوک یې وغږولی شي،بلکې ځانته ځانګړی مهارت غواړي.لوګری سرینده له یو ټوټه لرګي او څو تارونو څخه رغیدلې ده.کله چې لوګرۍ سرینده یادیږي نو هرومرو د هغه لوړ غږ د انسان په ذهن کې تصویریږي.

دیادونې وړ ده چې د لوګرۍ سریندې تکړه او مشهور غږونکي استاد ماشینی(عبدالرشید) او استاد منجی ( عجب ګل) دی.پر دې برسیره  په پخوا کې دو  خدای بخښلو سریندې غږولې:استاد دوری،مټانۍ،محمد علم،بسم الله،ساده الدین تور سر، محی الدین،نیک محمد،حاجي محمد،محمد قادر،صاحب ګل او استاد غفور.

۲-دوه سره ډول:

د لوګرۍ موسیقي بله ځانګړنه دا ده چې ورکې تل دوه سره ډول غږول کیږي او همدا لامل دی چې دغه موسیقي ډیره مسته ، بنډاریزه ، اټنیزه او نڅاییزه ده.ځکه چې، د دوه سره ډول غږ تر یوه سره ډول او تبلې ډیر لوړ وي.ارواښاد احمدعلي کهزاد په ډاګه کړې چې ډول له ملي اتڼ سره یوځای  چې زرګونه کاله کیږي زېږېدلی دی.(۴) او همدا دوه سره ډول دی چې په اټنونو کې هم ترې کار اخیستل کیږي او د لوګرۍ موسیقي مهمه ځانګړنه ده. د دوه سره ډول غږول د ګوتو بشپړ ځواک او استعداد ته اړتیا لري.د لوګرۍ موسیقي د دوه سره ډول تکړه غږونکی ارواښاد استاد مننو و،چې تر اوسه یې چا ځای نه دی نیولی او د نوموړي تر څنګ ارواښاد ملا فرید،عبدالریم او استاد اسدالله ووخو دا مهال استاد عریزالله منجی د دوه سره ډول په غږولو بشپړ لاس او وړتیا لري.                                                                           

۳-تنبور:

د لوګرۍ موسیقي دریمه ځانګړتیا د تنبور غږول دي چې دې  آلې ته ورته تنبور  د ګران هیواد په ځینو دویدیزو موسیقیو هم دود ده،خو د لوګرۍ موسیقۍ تنبور ترې جلا جوړښت لري او د دغې موسیقۍ  له آرو آلو څخه شمیرل کیږي چې  پرته له تنبورڅخه مونږ ورته لوګرۍ موسیقي نه شو ویلی. 

همدا راز د لوګرۍ موسیقي په تنبور غږولو کې کوم څوک چې ډیر لوی لاس لري هغه استاد بیلتون دی چې په تنبور غږولو کې ډیر لوړ مهارت لري.

۴-رباب:

رباب هم د لوګرۍ موسیقي له ځانګړتیاوو څخه ده . رباب په ټولو موسیقیو کې دود ده خو یوه خبره د یادونې وړ ده ،چې په لوګرۍ موسیقي کې د نورو دودیزو موسیقیو په څیر هرمونیه هم په پراخه توګه کارول کیږي او د هرمونیې په برخه کې استاد سلام لوګری ښه استاد دی. همدا راز په دغه موسیقۍ کې زیر بغلي هم کارول کیږي،خو په لوګرۍ موسیقۍ  کې پورتنۍ دوې آلې هرمونیه او زیربغلي حتمي نه دي بلکې د ساز له مخې لوګرۍ موسیقي په سریندې،تنبور،دوه سره ډول او رباب باندې څرخي او پرته له دې آلو څخه لوکرۍ موسیقي نه شمیرل کیږي.اوسمهال په لوګرۍ موسیقي کې د رباب په برخه کې استاد حاجي عزیزالله دی.په پخوا کې برات استاد،رشید،اکرمو،روف او لالوکو پیاوړي رباب غږونکي وو. 

 

۲-شعر او سندرې:

دلوګرۍ موسیقي سندرې په ټولیزه توګه د ارواښاد بهايي جان له شعرونو څخه اغیزمنه شوې ده.خو پر دې سر بیره لوګرۍ سندرو کې د عبدالغفورآخوندزا ده او سید کمال شعرونه هم کارول شوي دي.د لوګرۍ موسیقي مشهورې سندرې په لاندې توګه دي:

  1. په کټ کې پروت یمه رنځور شاه خوبانه- یوځل په ماسه مهربانه-راوړه ملهم د لبو
  2. مه راوړه ساړه لاسونه خوب مې زنګوینه-یاره وفاداره.
  3. وخت د نو بهار دی رنګارنګ  زیړي ګلونه دي-څه عجب سیلونه دي.
  4. پرې واخله له مخه نقابه-ښایسته ېې تر ګل ګلابه
  5. ستا په فرقت کې همیش سوی په انګار یمه-جانانه راسه ډیر نا کرار یمه-دوری  دې تل یادوي،بلل چې ګل یادوي-د شپې رانغلې اوس په تمه  د سهار یمه-ډیر ناکرار یمه.
  6. ورو،ورو څاروانه او د خیال کجاوې
  7. شابازه دې اوبدلې لیلا-څه ګل د شرشم په کې ټومبلې لیلا
  8. وه بانګونه دي جګ شه سهر باده د ملایانو آذانونه دي-ځه پالنګ خالي کړه
  9. بچه جان لوګري رفتارت کوک زري-ناله و مغرور هستي دل ز بهرم میبري
  10. د ځوانانو د مستۍ نه شې لوګره-شنې درې دې ښکلوم د زړګي سره
  11. ښکلي اټنونه او سازونه را په یادې شي-ماته د لوګر د لوګر مڼې را یادې شي
  12. میبرد دل میبرد –چشم تو بادام تو-زولف سیاه کام تو-زولف سیاه کام تو
  13. په غرو رغو باندې عطر وریږي-بیا د لوګر سنځلې ګل شوې
  14. ساقي ساقی جام پیاله پر می –شیشتي لب ګل خمار تا کی
  15. ما په پټي کې آلوچې کرلي دینه-اوس به دومره دومره شینه-اوس به دومره دومره شینه
  16. دختر دیدم ګل بادام-دندان صدف پنیر خام
  17. چیرې وړې سالو مې راوړه-دومره دومره سې سالو مې راوړه
  18. دلبرې لبشکرم-شده عمرې که از تنهايی تو خونجیګرم-دلبرې لب شکرم
  19. ستا مسته خندا لیلا-کړم ګوندې تالا لیلا-ستا مسته خندا لیلا

 

د لوګر د موسیقۍ سور په څلورو راګونو کې نیول کیږي:پاري،بیرمي،کسترو او نیریز.د دغو هر یو مقامونو څخه وروسته سندره پیلیږي(۵).دا سور ډیر مست او له ځانګړې ګډا سره وي چې په دې ګډا کې یوازې پښو ته ضربه ورکول کیږي او د هر مقام په اجرا کولو سره نڅا ګر پورته جمپ وهي او خپلې پښې  خوځوي، د بدن نور غړي نه خوځوي او د سور له پای ته رسیدو سره سم بشپړه ګډا پیلیږي.(۶)

د لوګر وتلي سندر غاړي او ساز غږونکي:

  1. ارواښاد جمال استاد
  2. ارواښادکمال استاد
  3. ارواښاد استاد دوری لوګری
  4. استاد سلام لوګری
  5. استاد بیلتون
  6. معراج الدین استاد
  7. اعظیم استاد
  8. غوث الدین استاد(غوثو)
  9. داد ګل(دادګلی)
  10. مننو استاد
  11. ماشینی استاد
  12. عجب ګل استاد
  13. معروف لوګری
  14. ماموت لوګری
  15. جیلاني استاد
  16. احمدشاه استاد
  17. ایوب استاد
  18. عادل شاه استاد
  19. عزیز الله منجی
  20. سرور لوګری

په دې ۲۰ وتلیو استادانو څخه درې لومړني (استاد دوری،استاد سلام او بیلتون) د افغانستان د ملي تلویزون او اطلاعاتو او لوکتور وزارت لخوا د استادۍ ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.چې په لنډه توګه به پرې تبصره وکړو.

۱-استاد دوری:

استاد دوری  لوګری (دور محمد) د ګل احمد زوی دی او  په  ۱۹۲۳ز کې   د لوګر   ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې زیږیدلی دی.د موسیقۍ په برخه کې ېې  علمي  زده کړې نه وې کړې،بلکې  دا دخدای لورینه وه،چې ده ته یې  ښه غږ او ځواکمنه وړتیا ورکړې وه. استاد دوری  د اوسنۍ افغاني موسیقۍ دبنسټ ایښودونکو او سرلارو هنرمندانو په ډله راځي ،هغه بنسټ ایښودونکي درانه استادان  دا دي:(استاد قاسم،استاد غلام حسن،استاد نبي ګل،استاد سرآهنګ او استاد دوری لوګری).(۷)

استاد دوري  په ۱۳۲۰ ل کې د استاد بریښنا له خوا  راډیو ته راوبلل شو  او په دې توګه ېې په همدې کال کې رسما په راډیو کې په سندرو ویلو پیل وکړ،نو لومړنۍ سندره ېې چې د راډیو له لارې  خپره شوه، مطلع ېې داسې وه:

تر مخ دې جار شم-تر ګل صفا ېې

تر دې وروسته استاد دوري  په ۱۳۴۳ل کې د موسیقۍ ته د ښه چوپړ  په ویاړ  رسما د لوګری موسیقۍ د بنسټ ایښیدونکي او د موسیقۍ د  استادی  لقب ور کړل شو.سربیره پر دې په ۱۳۴۵ل کې د هنر د عالي میډال په ګټلو سر لوړی شو او په ۱۳۴۶ل کې ېې  لومړی درجه مطبوعاتي جایزه هم تر لاسه کړه.(۸)

همدا راز استاد د دویم ځل لپاره په ۱۳۵۴ لمریز کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ملي راډیو تلویزون او اطلاعاتو کولتور وزارت لخوا د موسیقۍ د غوره استاد لقب ګټلی دی.

استاد دوري  پر دې سربیره چې د موسیقۍ په ټولو آلاتو ښه بر لاسی و،دشعر ویلو او د سندرو په کمپوز جوړونه کې ېې هم لاس درلود. دا استاد دا غزله:

اختر دی مورې  ځان به  سینګار کړم

ځم له کوره دیدن د یار کړم

خپل شعر او کمپوز ېې دی،چې په راډیو کې ېې ثبت کړې ده.همدا ډول استاد د لوګرۍ  موسیقۍ  پورتنۍ ۱،۲،۳،۴،۵سندرې  په خپله  کمپوز کړي دي. په پای کې د هیواد د موسیقۍ دغه نوموتې څیره په ۱۳۵۹ل کې د لوګر ولایت  په ملا محمد امان کلي کې د روسانو لخوا شهید کړای شو .د استاد جنازه په لوګر کې د هغه له کور څخه په درنو مراسمو سره واحسیتل شوه او په خپل پلارنۍ هدیره دهنو کې خاورو ته وسپارل شو،خو د ده د مکتب په سلګونو زدکونکو د ده په لاره ډیر روڼ مشالونه بل کړل،چې د استاد دوري لوګري یاد ېې لا تر اوسه ژوندی ساتلی دی.«اروا دې ښاده وي»

 

۲-استاد سلام لوګری

سلام لوګری په کال ۱۳۱۳ ل  کې د د لوګر  ولایت دمحمد آغې ولسوالۍ په دهنو کې  یې  زوکړه شوې ده.استاد سلام د استاد دوري  لوی لوګري  زوی دی.استاد سلام لوګري د خپل عمر  ټوله برخه  لوګرۍ موسیقۍ ته وقف کړې  ده.له سلو نه ډیرې سندرې د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې ثبتې کړي دي.

نوموړی  د استاد دوري  لوګري  له  ډیرو تکړه شاګردانو څخه دی.استاد سلام د خپل خوږ  آواز او سندر غاړي تر څنګ د موسیقۍ په آلو کې ډیره ښه آرمونیه هم غږوي.سلام  اوس هم په موسیقۍ غږولو بوخت دی او دا مهال په افغان موزیک ریاست کې غړیتوب لري. 

استاد سلام  په افغاني ټولنه کې د خپل بې ساري محبوبیت  له مخې  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کانسرټونه  ورکړي دي.د استاد سلام په ټولو سندر و کې د (شیرو شکر) پښتو او فارسي ګډه سندره ډیر  شهرت لري. استادسلام  په ۱۳۸۲لمریز کې د داطلاعاتو کولتور وزیر سید مخدوم رهین لخوا د دویزې موسیقۍ په برخه کې د استادۍ په لقب ونومول شو.برسیره پردې بریالیتوبونو نوموړي  استاد په یوګوسلاویا کې په نړیوال فیسټیول کې برخه اخیستې ده او هلته یې افغاني لوګرۍ موسیقي نندارچیانو ته ښوولې ده.همداراز په هند کې دسویلي اسیا د موسیقۍ په فیسټیول کې بری تر لاسه کړی دی.دغه استاد په لاندنیو هیوادونو کې کنسرټونه ورکړي چې سپانسر یې خپله افغان کډول اوسیدلي دي.لکه:جرمني،فرانسه،هندوستان،امریکا،کاناډا،ازبکستان او چین سمرقند ، بکګراد او داسې نور.

۳-استاد بيلتون:

استاد بیلتون چې  اصلي نوم یې مومن خان دی، په کال ۱۹۱۳ز کې  د خورد کابل په چکړي سیمه  د جمعه خان په کور کې زیږیدلی دی.په کوچنیوالي  کې خپل پلار او مور له لاسه ورکړي او له چکړي څخه د لوګر  څرخ ولسوالی  ته را کوڅیدلی دی.په لوګر  کې یې  د دې سیمې د ښې میلمه پالنې  له امله  داسې احساس کړه چې ګواکې لوګر  دده پلارنی  ټاټوبی  وي،خو په اصل  کې بیلتون دې سیمې ته داسې بې ساري خدمتونه ترسره کړل چې د میلمه حق خو لا څه په کوربه باندې  یې ورواړوله او دا مهال لوګریان  ورته د یوه ډیر  نږدې دوست  او خادم په توګه ګوري.

استاد بیلتون چې کله لوګر کې میشته شو،نو د لومړي ځل  لپاره د ښه غږ د لرلو له امله د ستر شاعر او صوفي ارواښاد بهايي جان آغا له خوا ښه ونازول شو او د ژوند تر  ډیره عمره د ده په کور او کورنۍ کې وپالل او وروزل شو.همدا تاثیر دی چې د بیلتون ډیرې سندرې د ارواښاد بهايي جان شعرونه دي.او موسیقۍ ته هم بهايي جان آغا وهڅوه او د ده په خاصې پارښتنې سره بیلتون راډیو ته لاره وموندله.

 استاد بیلتون په خټه پښتون داودخیل دی.په موسیقۍ کې لومړی استاد غلام جیلاني نومیده او وروسته  یې له سلام لوګري  سره شاګردي پیل کړه.خو تنبور او رباب غږول یې له غلام جیلاني استاد څخه زده کړي  دي. بیلتون د ۲۲ کالو و،چې خپله لومړنۍ دري -پښتو سندره(دل من ز عمایت  پاره پاره-که مې واخلې حبر  اې نیګاره) په ملي راډیو کې وویله. 

استاد بیلتون یو له هغو سندرو غاړو څخه دی،چې هر سندره او شعر یې په ذهن او زړه کې  یاده ده  او تر دې  مهاله  یې په ذهن کې له ۲۰۰څخه ډیر شعرونه یاد دي.په دې شعرونو  کې ډیره برخه د ارواښاد بهايي جان شعرونه دي.

بیلتون  استاد دا مهال سندرې  نه وايي  او دسترګو په رنځ  اخته دی.بیلتون  شپږ ځامن او ۴۲لمسیان لري او له خپلې  کورنۍ سره ګډ ژوند پر مخ بیايي.خدای ورته پاتې نیکمرغه ژوند په نصیب کړي.د یادونې وړ ده،چې څه موده وړاندې استاد بیلتون د ولسمشر  کرزي  په ځانګړي بلنه ارګ ته غوښتل شوی و او د ولسمشر له  خوا ښه پالل شوی و.

په پای کې له لوی خدای څخه غواړم چې د استاد سر آهنګ د زوی هغه وینا چې «موسیقي افغانستان یکبار مصرف شده» مخنیوی وشي او د نورو نویو موسیقیو په راتګ سره زمونږه افغاني موسیقي دې خدای بریالۍ لري،داسې نه چې اصیله او دودیزه موسیقۍ مو هیره کړې وي ،په دې مانا چې اوسنۍ موسیقي پر کومو زینو چې لوړو پوړیو ته خیژي بویه چې خپلو دغو زینو ته د درناوي په سترګه وګوري او د غوړیدو لپاره یې مټې رابډوهي. د ازمون صیب دوی تر مشري لاندې د ختیځې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه چې هر وخت یې په سم او مناسب مهال ګامونه پورته کړي دا ځل یې هم د هیواد یوه  ستره ملي موضوع  ته پام شوی، چې د موسیقۍ په برخه کې د یوه سیمینار دایرول دي او د دوی دا لوړ ګام کولی شي چې د استاد سراهنګ د زوی وینا ( موسیقي افغانستان یکبار مصرف شده) مخه ونیسي.دا یکبار مصرف توب ریښتیا خبره ده اوس زمونږ موسیقي همدا حال لري او پر افغاني موسیقي هغه ملنډې روانې دي چې د ځینو په اوریدو یې د سړي سر په درد کیږي.

په داسې حال کې چې زمونږ د۴۰ کالو پخوانۍ موسیقي او آن د پنځوسو  کالو پخوانۍ موسیقي او سندرې اوس هم د اوریدونکو په غوږونو ښه لګیږي،خو یوه خبره اړینه بولم او هغه دا چې دا مهال ځینې داسې زلمي سندر غاړي او هنر مندان رامنځ ته شوي چې کیدای د پخوانیو هنرمندانو او موسیقۍ  ځای ونیسي او یا هم له هغو څخه تیری هم وکړي، خو زه دلته د کوم هنرمند نوم نه یادوم ځکه زه هر هغه چا ته چې د هنر او موسیقۍ په برخه کې هڅې کوي درناوی لرم.په پای کې د ټولو هنروالو،سندرغاړو،موسیقیوالو او ددې سیمینار جوړونکیو ته د زړه له کومې بریالیتوب غواړم.

وړانديزونه:

۱- لکه څنګه چې ګران افغانستان ملي بیرغ،ملي سرود،ملي اټن او ملي ټیرمینالوجي لري نو په کار ده،چې د همدغه سیمینار له لارې د افغانستان لپاره  دې ملي موسیقي وټاکله شي.دا ملي موسیقي به د افغاني هویت په څرګندولو کې ډیر رغنده رول ولوبوي.

۲- د لوګری موسیقي دوه وتلي او تکړه ژوندي  استادان سلام لوګری او بیلتون دې د یوه لمانځغونډې په ترڅ کې ولمانځل شي.

په درنښت

د افغانستان د ارواښادو هنروالو او موسیقیوالو اروا دې ښاده وي.

عبدالرحمان حبیب زوی

د علومو اکاډمۍ علمي غړی

ګرځنده شمیره:۰۷۰۰۱۶۵۶۲۹

بریښنا پته:a.habibzui@yahoo.com

کابل چهلستون

۱۳۸۸/لیندۍ/۲۸

مازدیګر

سرچېنې

 

  1. حقیار،قاضي محمد حسن،اسلام او موسیقي،د افغاني مطبوعاتو مرکز-کابل،۱۳۸۵، ۸۶او۸۸مخونه.
  2. جهاد،مصطفی.د ګلو ځولۍ«د معاصرې  افغاني موسیقۍ د هنرمندانو لومړنۍ تذکره»،د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو خپلواکه ټولنه،  ۱۳۸۹  ،۱۲۶ مخ.
  3. له استاد سلام لوګري سره مرکه.کابل،د افغان موزیک ریاست،لیندۍ،۱۳، ۱۰بجې.
  4. پورتنی موخذ.
  5. نیازی شهسوار،سنګروال،د هیواد دودیزه موسیقي http://www.baheer.com/bahar/modules.php?name=news&files=categories&op=newindex&catid=32
  6. له استاد سلام لوګري سره مرکه.کابل،د افغان موزیک ریاست،لیندۍ،۱۳، ۱۰بجې.

۶-په ۱۳۸۳کال کې د لوګر په احمدزی کلا کې له ماروف لوګري او عجب ګل استاد سره سندریز بنډار.

۷- جهاد،مصطفی.د ګلو ځولۍ«د معاصرې  افغاني موسیقۍ د هنرمندانو لومړنۍ تذکره»،د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو خپلواکه ټولنه ،۱۳۸۹،۶۹  مخ

۸-     پورتنی اٍثر

محمد ایمل 04.03.2013 11:59

سلامونه <br />مننه ستاسو نه ډير ښه سايت دي <br />M.eimal.fedai@mod.gov.af<br />ویب سایت <br />http://eimalkhan.blogfa.com

محمد ایمل 04.03.2013 11:57

سلامونه <br />مننه ستاسو نه ډير ښه سايت دي <br />M.eimal.fedai@mod.gov.af<br />ویب سایت <br />http://eimalkhan.blogfa.com

حبیب زوی 13.09.2010 06:43

ګران او زړه ته رانږدې مشال احمدزی صاحب!<br />سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه!<br />د یو افغان په توګه دا د مونږه دنده ده،څو خپل ملي ارزښتونو ته پام وکړو.بله خبره دا چې که خدای کول په راتلونکي کال کې به په لوګر کې زه د لوګرۍ موسیقي یو ورځنۍ ملي علمي سیمنار جوړو.تاسو به هرومرو خبروو.د ددې کانفرانس له لارې مونږ لوګرۍ موسیقي د هیواد د ملي موسیقۍ په توګه ومنو.<br />ښاد اوسې

عبدالواحد مشال احمدزې 09.09.2010 08:19

محترم حبېب زوې .... ډېرښه معلومات دې راټول کړې دې خداې تاته اجر او ثواب در کړې ډېر زېاردې وېستې ده سعودې عربستانJANJAN@YAHOO.COM

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.